د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې انتخاباتي مبارزه پیل شوه


په افغانستان کې د جمهور ریاست انتخاباتو لپاره د کاندیدانو تر منځ مبارزه پیل شوې ده او دوه میاشتې په دوام ولري.

انتخاباتي کمپاین نن پیل شو او د اسد په ٢٧مه د انتخاباتو نه دوه ورځې مخکې به پای ته ورسیږي.

په دغو انتخاباتو کې د جمهور رئیس حامد کرزي علاوه ۴٠ نور کاندیدان برخه لري.

د شنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د کاندیدانو وروستی لست اعلان کړ. د کاندیدانو په دغه لست کې د مالیې د پخواني وزیر اشرف غني او د پخواني خارجه وزیر ډاکتر عبدالله او دوو ښځو فروزان فنا او شهلا عطا نومونه هم شامل دي.

د جمهوري ریاست انتخابات د اسد په ٢٩مه کیږي.

ښاغلی کرزی کوښښ کوي چې د دوهم ځل لپاره انتخابات وگټي. هغه کریم خلیلي او محمد قسیم فهیم خپل مرستیالان معرفي کړي. دي.

رپوټونه وايي، په افغانستان کې د تشدد د پیښو زیاتېدو او په حکومت کې اداري فساد د ملک دباندې د ښاغلي کرزي موقف ته تاوان رسولی خو بیا هم په راتلونکو انتخاباتو کې داسې کاندید نه لیدل کیږي چې د هغه په خلاف دې جدي سیال وگڼل شي.

XS
SM
MD
LG