د لاس رسي وړ اتصالات

مکریسټل وايي په افغانستان کې ستراتیژي ارزیابي کوي


په افغانستان کې د نړیوالو قواوو نوي قومندان ویلي دي، په عاجل ډول به په دغه ملک کې عملیات ارزیابي کړي او دا خبره به یقيني کړي چې د افغانستان د هغو سیمو امنیت تامین دی چې گڼ شمیر خلک پکې اوسیږي.

جنرال مکریسټل پرون د قومندې له اخیستو لږ وروسته د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان په عملیاتو کې یې ټوله توجه گڼ میشتو سیمو ته ده. هغه وویل، دې سیمو ته حق اولیت ځکه په کار دی چې په افغانستان کې کافي عسکر نه شته چې په ټولو سیمو کې ټولې چارې پر مخ یوسي.

مکریسټل وویل، په افغانستان کې د عسکرو د عملیاتو دوام مخالفوتونه راپیدا کولای شي، د همدې لپاره دی به د کورنگل په څیر سیمو ته پام کوي چیرې چې له ډیر وخت راهیسې امریکايي عسکر له تندلارو سره په جگړه اخته دي.

جنرال مکریسټل پرون په کابل کې د یوې لنډې غونډې وروسته رسماً دنده پیل کړه. او ټینگار یې وکړ چې د تشدد په خلاف جگړه کې به د ملکي تلفاتو راکمولو ته پام کوي او ویې ویل چې د ماموریت اصلي هدف یې د افغانستان خلکو ته کار کول دي.

خو مکریسټل وویل، د دوی په فعالیت کې د احتیاط زیاتوالی به له دښمن نه د ویرې معنی ونلري.

د عسکرو نوي قومندان له دې یوه ورځ مخکې په کابل کې له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل.

د ښاغلي کرزي دفتر وویل، هغه له جنرال مکریسټل نه په کلکه وغوښتل چې د ملکي خلکو د ژوند ژغورلو ته پام وکړي او مکریسټل ژمنه وکړه چې په دې لاره کې به عملي گامونه پورته کړي.

ملکي تلفاتو په افغانستان کې د تشدد خلاف په مبارزه کې د بهرنیو قواوو او افغانانو تر منځ بې اعتمادي پیدا کړې ده.

د اوباما حکومت په افغانستان کې پر امریکايي او د ناټو پر عسکرو غږ کړی چې له افغانانو سره خپله رویه بدله کړي.

XS
SM
MD
LG