د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ایران کې له سره رایې شمیرل کیږي


د ایران حکومتي مطبوعاتو رپوټ ورکړی چې ددغه ملک شورای نگهبان ویلي دي، د جمعې د ورځې د انتخاباتو هغه رایې له سره شمیري چې په اړه یې جنجال روان دی.

له ایران نه د ځینو رایو د بیا شمیرلو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې دا دریمه ورځ ده په تهران کې مظاهرې روانې دي. مظاهره چیان انتقاد کوي چې جمهور رئیس احمدي نژاد په انتخاباتو کې درغلي کړې ده او انتخابات یې په خپله گټه تمام کړي دي.

دا په ایران کې د تیرو ٣٠ کلونو راهیسې تر ټولو پراخې مظاهرې دي.

د ایران روحاني مشر آیت الله خامنايي د شورای نگهبان له غړو غوښتي دي چې ددغو تورونو په اړه تحقیقات وکړي.

خو اصلاحه طلبه کاندید میر حسین موسوي چې په انتخاباتو کې یې ماتې خوړلې ده، له شورای نگهبان نه غوښتي چې د جمعې د ورځې د انتخاباتو نتایج لغوه اعلان کړي.

جمهور رئیس احمدي نژاد ویلي دي، انتخابات آزاد او بې طرفه وو.

نن د موسوي او احمدي نژاد دواړو پلویان د تهران په یوه څلور لاري کې د مارش پلان نیول دی.

د ښاغلي موسوي یوه مرستیال وویل، هغه د تشدد د مخنیوي په خاطر د خپلو ملاتړ کوونکو نه غوښتي چې گډون ونکړي او ویلي یې دي چې دی پخپله هم گډون نه کوي.

د احمدي نژاد ملاتړ کوونکو هم پتېیلې ده چې د موسوي د ملاتړ کوونکو له احتجاجي غونډې یو ساعت مخکې به په خپل مارش پیل وکړي.

د ایران مقاماتو ددغو غونډو او مارش له پیلېدو وړاندې پر خارجي مطبوعاتو باندې بندیز لگولی دی.

د ایران حکومتي تلویزیون وویل، پرون په تهران کې د حکومت مخالف اووه تنه مظاهره چیان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې د پوځ پر یوې پوستې حمله وکړي.

د ایران پرس تلویزیون خبر ورکړی چې پرون ډیر خلک هغه وخت مړه او زخمیان شول چې د لمر لوېدو پر وخت ناپیژندل شویو وسله والو پر هغو خلکو ډزې وکړې چې بې له کوم تشدده یې مارش کاوه.

له دې مخکې رپوټونو وویل، مظاهره چیانو د حکومتي ملیشو پوستو ته اور واچاوه او په ځواب کې ملیشو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو مظاهره کوونکی پکې ووژل شو.

د ایران د جمعې د ورځې په انتخاباتو کې جمهور رئیس محمود احمدي نژاد گټونکی اعلان شو او له هغه راهیسې د تهران په سرکونو باندې له تشدد ډکې مظاهرې شوي دي.

د ایران داخله وزارت اعلان کړی و چې دغه ډول مظاهرې جوړول د قانون خلاف ده خو مظاهره چیانو د داخله وزارت ددغه اعلان پروا ونکړه.

پولیس په سیمه کې موجود وو خو د مظاهره چیانو مخه یې ونه نیوله.

د ایران حکومتي مطبوعاتو رپوټ ورکړی چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي میر حسین موسوي ته ویلي د تیرو انتخاباتو په اړه خپله دعوی د حقوقي لارو پر مخ یوسي.

ښاغلي موسوي پرون له یوه سر خلاصي موټر نه مظاهره چیانو ته وینا وکړه او د داخله وزارت دا تصمیم یې وغنده چې پر مظاهرو یې بندیز اعلان کړی.

ښاغلی احمدي نژاد نن له ټاکل شوې مودې نه یوه ورځ وروسته روسیې ته سفر وکړ چې د شانگهای د سیمییز سازمان په غونډه کې گډون وکړي.

له بلې خوا، نن د ایران د مشهور اصلاح غوښتونکي مشر محمد علي ابتهی یوه مرستیال ویلي دي چې ښاغلی ابتهي نیول شوی دی خو په دې اړه نور تفصیلات نه دي خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG