د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې احتجاج ادامه لري


د ایران دجمهوری رېاست په انتخاباتو کې د مات شوی کاندېد مېر حسېن موسویطرفداراننن د اعتراض په ډول ېوه بله غونډه جوړوي.

د ښاغلي موسوي طرفداران چې په ایران کی د اصلاحاتوله لپاره مبارزه کوی ، د کورنېو چارو د وزارت نه ېېددغې غونډی دجوړولو لپاره اجازه غوښتلی ده خوتراوسه پوری ېې اجازه نه ده حاصله کړی او اېرانی چارواکېو پهغونډو باندی بندېزونه لگولی دی.

ښاغلي موسوی ننپه ېوه بېانېه کی دخپلو ملگرو نه وغوښتل چه سوله اېزیمظاهری دېکوی او ېا دې دجوماتونو په شاووخوا باندی راټول شي. د موسوی طرفداران واېې دا غونډهد هغو کسانو په یاد کوي چې د سه شنبی په ورځپه مظاهرو کی ووژل شول.

د جمهور رېس محمود احمدی نژاد او مېر حسېن موسوی طرفدارانو بېلی بېلی مظاهری پرون وکړی. مظاهری په داسی حال کی کېږی چه اېرانی مقاماتو په خارجی مطبوعاتو او ژورنالستانوباندیډېرسخت بندېزونه لگولی دی. ژورنالستان او عکاسان ددی اجازه نه لری چه دمظاهرو فلم برداری وکړی او ېا ېې عکسونه واخلی.

د اېران دولتی مطبوعاتو پرون دښاغلي احمدی نژاد د طرفدارانودغونډی عکسونه او رپوټونه خپاره کړل او دغه غونډه ېې په اصطلاح د ېو والی غونډه وبلله. دتېری جمعی په ورځ جمهوری رېاستد جنجالیانتخاباتو په نتېجه کی چه څومره سخته نارامی او گډوډی په اېران کی راغلی ده، په ١٩٧٩م کال کی داېران داسلامی انقلاب نه وروستهتراوسه پوری نه وه راغلی.

د دوشنبی په ورځد مظاهرو په دوران کی اوه کسان ووژل شول. دامرېکا جمهورس رېس براک اوباما پرون بېا دا خبره وکړه چه امرېکا داېران د روانو حالاتوپه باب ډېره اندېښنه لری مگر داېران په سېاسی چارو کی دمداخلی اراده نه لری او داېران اولسباېد خپل مشکلات په خپلهحل کاندی. ښاغلي اوباما ووېل داسی ښکاری چه دموسوی او احمدی نژاد په سېاست کی به ډېر لږ توپېر وی.

XS
SM
MD
LG