د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کی چاودنې ٢ تنه ووژل


په کندهار ښار کی په یوه چاودنه کی دوه تنه وژل شوی او څلو نور ټپيان شوی دی.

د کندهار ولایت امنیی قومندانی ته نژدی نن د غرمی مخکی د یوه ودانیز ساختمانی شرکت د فتر مخی ته چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې د یو ماشوم په ګډون دوه ملکی کسان وژل شوی او څلور نور سخت ټپيآن شوی دی.

د کندهار ولایت امنیتی مسوولینو د چاودنی په ځای کی خبریالانو ته وویل چاودیدونکی مواد په بایسکل کی ځای په ځای شوی وو او د ریموت کنترول په وسیله د لیری څخه د تواضع په نامه د یوه ساختمانی شرکت مخی ته چول شوی دی.

پولیسو د چاودنی په تور څوک ندی نیولي او د چاودنی پړه هم لا تر اوسه کومی ډلی په غاړه نده اخیستی.

XS
SM
MD
LG