د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ملکي تلفاتو د مخنیوي پلان اعلانوي


دامرېکا حکومت دې ته ځان چمتو کوی چې هغه پلانونه برالا کړی چې د دی لپاره جوړ شوېدی چی د طالبانو خلاف په هواېې بمبارېو کې د ملکېانو تلفات کم شی.

دا پلانونه په هغه رپوټ کې دی چې له ډېر وخت راهېسی ورته انتظآر کیده شامل دي.

دا رپوټ د فراه ولاېت د بمباری د پېښی په باب دی چې د می په اولو شپو ورځو کې وشوه.

د افغانستان چارواکېو وېل چې په دغه بمباری کې ١۴٠ تنه ملکېان وژل شوی وو.

دامرېکا مطبوعات د اسوشېتېد پرېس او وال سترېت ژورنال واېې چې په رپوټ کې وېل شوېدی چې دامرېکا عسکرو ته د هواېې بمباری په برخه کې ښه روزنه ورکړل شی.

په رپوټ کې داهم وېل شوېدی چې دهغو الوتکېو ارزېابی او کتنه دې هم وشی چې په دغه بمباری کې ترېنه کار اخېستل شوېدی.

په دغه رپوټ کې اوس هم وېل شوېدی چې تقرېبا دېرش تنه ملکېان د فراه په پېښه کې وژل شوېدی. په همدی پېښه کې ٦٠ تنه افراطېان هم وژل شوېدی. رپوټ واېې چې توقع ده د امرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټی رېئېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن او دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس نن د پنجشنبی په ورځ ناوخته په دغه رپوټ باندی بحث وکړی.

تېره اونی دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس خبرداری ورکړ چې دهرملکی وژل کېدل ېوه ناکامی او په شاتگ دی.

رپوټ واېې چې دملگرو ملتونو له خوانه د افغانستان لپاره خاص استاځی کای اېډه هم هم په افغانستان کې دملکېانو وژل کېدل غندلی دی او وېلی ېې دی چې دملکېانو مرگ له هغو هلو ځلو نه د خلکو توجه بلې خواته اړوی چې د دغه هېواد دبېا رغونی لپاره کېږی.

XS
SM
MD
LG