د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ملکي تلفاتو له امله عسکر نه ملامتوي


د امریکا نظامي مشرانو ویلي دي چی په افغانستان کی د ملکي خلکو تصادفي وژل یوه ډیره لویه ستونزه ده، مگردوی داسی دلیل نه ویني چی په دې کی دي امریکایي عسکرو ته سزا ورکړه سی.

د امریکا اردو د افغاني مامورینو ددې ادعا په باب تحقیقات کوی چی وایي د مې د میاشتي په سر کی د فراه په ولایت کی د طالبانو په ځایونو باندی د امریکا په هوایی بمباریو کی ١۴٠ بیگناه ملکي خلک وژل شوي دي.

د امریکا د اردو چارواکي وایی چی ددې تحقیقاتو نتیجه به تر څو نورو ورځو پوري اعلان نه سی. مگرد امریکا د لویو درستیزانو رئیس امیرالبحر مایک مولین وویل چی د شواهدو نه معلومیږي چی امریکایي عسکرو داسی کوم کار نه دی کړی چی دهغه په وجه دي سزا ورکړه سی.

هغه وویل چی رپوټ دا څرگندوي چی د قوماندې او کنټرول په چارو کی یوڅه ستونزي او مشکلات موجود دي او دې ته ضرورت دی چی امریکایي عسکر داسی وروزل سی چی د حملو په وخت کی یې د ملکي خلکو د وژل کیدو خطر کم وی.

امریکایي چارواکي وایی چی د فراه په پېښه کی د شلو او دیرشو تنو تر منځ ملکي خلک وژل شوي دي. مگر امیرالبحر مولین وایی چی ددې هیڅ امکان نه سته چی په فراه کی په دې جگړه کی د وژل سو کسانو دقیق شمیر دی معلوم کړای سی.

XS
SM
MD
LG