د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې د پوځ عملیات دوام لري


د پاکستان پوځ وايي، د صوبه سرحد په په مختلفو برخو کې یې د طالبانو په خلاف عملیاتو سخت کړي او نن یې لږ تر لږه ٣٢ تندلاري وژلي دي.

د پوځ په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا تندلاري په جنوبي وزیرستان کې د ساروکي ښارگوټي ته نږدې هغه وخت ووژل شول چې عسکرو غوښتل چې دغه ځای ته غځېدلی سرک تصفیه کړي.

تر اوسه پورې د تلفاتو اندازه بې طرفه منابعو نه ده تائید کړې.

پرون په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان جنگي الوتکو هم بمباري پیل کړه. دا په سیمه کې د طالبانو د مشر بیت الله محسود په خلاف د پوځ د عملیاتو ابتدايي مرحله ده.

د بیت الله محسود په اړه ویل کیږي چې د حکومت او ملکي خلکو په خلاف په حملو کې لاس لري او له القاعدې سره ارتباط لري.

نن په ملکنډ کې هم د طالبانو په خلاف د پوځ عملیات روان وو.

XS
SM
MD
LG