د لاس رسي وړ اتصالات

نن د مهاجرو نړیواله ورځ ده


د ملگرو ملتونو د مهاجرو د ادارې (یونچسیار) رئیس وايي، په نړۍ کې ۴٢ میلیونه انسانان دا وخت د بحران، عدلي تعقیب او ملي آفتونو له امله بې ځایه شوي دي.

د (یونچسیار) یوه ویاند وویل، ددې کال د مهاجرو نړیواله ورځ تر دې عنوان لاندې لمانځي چې "ریښتیني خلک او ریښتیني ضرورتونه" ددې لپاره چې نړۍ ته وښيي چې "مهاجر تش ارقام نه دي".

(یونچسیار) وايي، په نړۍ کې بحرانونه او آفتونه مخ په زیاتېدو دي خو بیا هم خیریه موسسې خپل ټول کوښښ کوي چې محتاجو خلکو ته د ژوند ابتدايي ضرورتونه خواړه، سرپناه او د ژوند کولو پاک محیط برابر کړي.

د مهاجرو اداره وايي، نړیوال اقتصادی بحران هم د ډیر انسانانو د بې ځایه کېدو او د خیریه چارو دپاره د بودیجې د کمېدو باعث شوی دی.

XS
SM
MD
LG