د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک ټایمز خبریال له طالبانو تښتیدلی


د نیویارک ټایمز یو خبریال روغ جوړ د طالبانو له بند څخه تښتیدلی دی.

۴١ کلن ډیویډ روډ، افغان خبریال طاهر لودین او د دوی موټروان اسدالله منگل په تیر نومبر کې کابل ته د یوې نږدې سیمې نه وتښتول شول او د تیرو اوو میاشتو راهیسې یرغمل وو.

نیویارک ټایمز وايي، روډ او لودین د جمعې په شپه په شمالي وزیرستان کې د یوې حویلۍ له لیوال نه په اوښتو بریالي شوي او د پاکستاني عسکرو د یوې گزمې په مخه روغلي وو او هغوی له سیمې نه ایستلي وو.

نیویارک ټایمز او نورو ادارو د پیښې د مربوطو خلکو د امنیت په خاطر په دې باب له تبصرې نه ډډه کړې ده.

د تیښتې پر وخت د افغان خبریال طاهر لودین پښه زخمي شوې ده.

ورځپانه او د روډ کورنۍ وايي، د هغه د راخلاصولو لپاره یې چا ته پیسې نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG