د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ایران باید د خپلو خلکو خلاف غیر عادلانه اعمال بند کړي


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما د اېران حکومت دېته هڅولی دی چېله تشدد نه ډک او غېر عادلانه اعمال د خپلو خلکو خلاف بند کاندی.

ښاغلی اوباما په خپل قوی ځواب کې د انتخاباتو نه وروسته ناکراری په برخه کې ووېل چې پکار ده د اېران حکومت په دې پوه شی چې نړۍ هغوی ته گوری. هغه پر اېران، غږ وکړ چې "..پرخلکو باندی په رضاېت باند ی حکومت وکړی نه په زور او جبر باندی"

ښاغلی اوباما خپلی تبصری د شنبی په ورځ له هغو رپوټونو نه وروستهوکړلی چې د اېران د پولېسو او مظاهره چېانو ترمنځ په تهران کې اخ و ډب پېښ شو.

په بېت المقدس کې دېکشنبی په ورځ ، داسراېېلو جمهور رئېس شیمون پېرېز، د اېران اصلاح غوښتونکېو ته ووېل چې دې هېله لری چې اوسنی رژېم له منځه ولاړ شی.

ېو بل رپوټ واېې چې د امرېکا د نېوېارک، واشنگټن او لاس انجلسپه ښارونو کې هم مظاهره چېان راټول شوی وو. دغو مظآهره چېانو غوښتل چې د اېران د سېاسی مخالفېنو ملاتړ وکړی.

په جرمنی کې هم د شنبی په ورځ تقرېبا زر تنه د مظآهری لپاره راټول شوی وو او د هامبور گ پر سړکونو باندی ېې مظاهر ه وکړه.

هغو کسانو چې له پارېس او او فرانسی نه بهر مظآهری تنظېم کړی وی هغوی ووېل چې لږ تر لږه٨٠ زره کسان د شنبی دورځی دمظاهری لپاره را ټول شوی وو.

دغه مظاهری دهغو اېرانېانو له خوا نه تنظېم شوی وې چې په جلا وطنی کې اوسېږی او د اېران د مقاومت د ملی شوری په نامه ېادېږی.

رپوټ واېې د مقاومت ملی شوری، د اېران دمجاهدېن خلق له خوانهچې د امرېکا له خوانه،دېوې ترهگری ډلې پهلېست کې اچول شوېده، رهبری کېږی.

خو دغه ډله په دې نېژدی وخت کې د اروپاېې اتحآد له خوانه د ترهگرانو له لېست نه واېستل شوله. د مظاهرو تنظېموونکېو له اېران نه وغوښتل چې د سېکېولر دېموکراسی په بېناد باندی حکومت جوړ کاندی.

XS
SM
MD
LG