د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان کې پر هوايي بمباریو ځینې بندیزونه لگولي


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي قواوو نوي قومندان ویلي دي، پر هوايي بمباریو به کلک بندیز ولگوي ځکه چې بمباریو په دغه ملک کې د نړیوالو قواوو موقف ته تاوان رسولی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، جنرال سټانلې مکریسټل وايي، په جگړه کې به یوازې په هغه صورت کې بمبار ته اجازه وي چې ددې وېره موجوده وي چې د ایتلاف قواوې د دښمن لاس ته ولېږي.

دی وايي، حتی که له طالبانو سره په گڼ میشتو سیمو کې جگړه پیښه شي عسکر به ددې اجازه ونلري ځکه چې اکثره وخت په دغسې حالت کې ډیر ملکي خلک وژل شوي دي.

رپوټ وايي، پر هغو کورونو او ودانیو باندې هم پر هوايي بمبار بندیز لگول شوی چې پکې د طالبانو د پټېدو شک کیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، جنرال مکریسټل چې خپلو عالي رتبه قومندانانو ته یې خبرې کولې، وویل: : "که هوايي بمباري مسئولانه تر سره نشي، په دې کې زموږ د تباهئ تخم هم موجود دی. او ددې وېرې پیدا کوي چې موږ دا جگړه بایلو. که موږ پر کومې ودانۍ بمبار کوو هدف باید یوازې دا وي چې خپل عسکر وژغورو او زه له خپلو ټولو خلکو غواړم چې په دې خبره پوه شي".

ورځپاڼه وايي، د هوايي حملو لپاره په داسې حال کې سخت مقررات وضعه شوي چې نږدې یوه میاشت مخکې د فراه په ولایت کې د عسکرو په دغه ډول حملو کې ډیر ملکي خلک ووژل شول.

مکریسټل وايي: "موږ به دښمن ته د ماتې ورکولو لپاره له بمباریو ډډه کوو. حتی کې په جگړه کې موږ مجبوریږو چې باید په شا ولاړ شو".

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون د ویاند نادري نادري خبره را اخیستې چې وايي، د فراه په گراني کې د بمباریو پر وخت د ملکي خلکو ژوند ته پام نه وو شوی. نادر نادري د جنرال مکریسټل دا اقدام ستایلی چې اوس یې د هوايي حملو لپاره نوي مقرارات وضعه کړي دي.

XS
SM
MD
LG