د لاس رسي وړ اتصالات

خامنايي: ایران هیڅ فشار ته نه تسلیمیږي


د ایران ستر مذهبی مشر ایت اله خامینایی وایی چې د جمهوری ریاست د انتخاباتو په سر د راپورته شوی لانجی او د روانو مظاهرو باوجود به ایران هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.

ایت اله خامینایی نن دا تبصره وروسته دهغی وکړه چه پرون دایران شورا نگاهبان وویل چه چه په ٥٠ ولسوالیو کی د گډوډیو سره سره به د انتخاباتو نتیجه باطله اعلان نه کړي او له سره به رایی ونه شماري.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما پرون خبریالانوته وویل چه د ایران دجمهوری ریاست دانتخاباتو د نتیجی په باب اوس د هغه په قول ځینی غټی پوښتنی راپورته شوي دي.

له بلی خوا د انټرنیټ له لاری نن دایران د حکومت د مخالفانو نه غوښتل شوی دی چه د پا رلمان د ودانئ نه دی باندی د مظاهری لپاره راټول شی.

خو تر اوسه پوری په دقیق ډول ددغو راپورونو تصدیق نه دی شوی.

دایران پاسداران انقلاب قواوو اخطار ورکړ که څوک د مظاهرو لپاره راغونډ شی نو په زور او قوت سره به وزبل شي.

په عین وخت کې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د مات شوي کاندید حسین موسوی یوه نژدی ملگري نن وویل چې پولیسو په تهران کی د موسوي د یوې طرفدارې ورځپاڼی په دفتر باندی برید کړی او د ورځپانی ٢٥ تنه چلوونکي یی نیولي دي.

هغه لویدیزو مطبوعاتو ته وویل چې پولیس د کلمه سبز ورځپانې په دفتر باندی د دوشنبی په ورځ ورننوتل.

د جمهوری ریاست یوه بل مات شوی کاندید مهدي کروبي غږ کړی دی چې په روانه هفته کی د وژل شوو مظاهره چیانو په یاد دی د یوې ورځې ماتم وشي.

د ایران په مظاهرو کې تر اوسه پورې ١٧ کسان وژل شوي دي. نن او پرون د کوموتازه مظاهرو راپورونه نه دي رارسېدلي.

XS
SM
MD
LG