د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت سلاکار پاکستان ته تللی


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېمز جونز نن د پنجشنبې په ورځ اسلام آباد ته رسیدلی دی چی د پاکستاني مشرانو سره وگوری.

هغه د صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره وکتل اود دغي جنجالي سمی په باب یې خبري ورسره وکړې. هغه دغه راز غواړي د پاکستان د جمهوررئیس آصف علي زرداري سره هم وگوری اوبیا به هند ته سفر وکړی.

د امریکا د مشرانو جرگې د چهارشنبې په ورځ یوه لایحه منظور کړه چی پاکستان ته به تر پنځوکالو پوري هرکال یونیم ملیارډ ډالره غیر نظامي مرستي ورکوي. په دې لایحه کی چی د رایو په مطلق اکثریت منظور شوې ده، د اووه نیم ملیار ډالرو نورو مرستو غوښتنه هم شوې ده چی په پاکستان کی به د سیاسي او اقتصادي حالاتو د ښه کیدو سره اړه ولری.

د مشرانو د جرگې د خارجي روابطو په جرگه گۍ کی یوه لوړ رتبه جمهوري غوښتونکي سناتور ریچارډ لوگر وویل چی دا لایحه د پاکستان سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو ددوام په خوا یو مهم گام دی.

XS
SM
MD
LG