د لاس رسي وړ اتصالات

موسوي وایي فشارونه پرې اچول شوي


د ایران مخالف سیاسی مشر، میرحسین موسوی وایی پرهغه باندی فشار اچول کیږي چی دانتخاباتو په سر باندی له خپلو شکایتونو نه تیر شی.

په هغه خبر لیک کی چی دهغه په رسمی ویب پاڼه کی د پنجشنبی په ورځ خپور شو؛ دغه ماتی خوړلی کاندید ویلی دی چی دی له خپلو پلویانو سره په رابطه کی له سختو محدودیتونو سره مخامخ دی.

رپوټ وایی چی موسوی د برحآل جمهوررئیس محمود احمدی نژاد په مقابل کی انتخابات بایلل او ادعا یی وکړه چی د جون ددولسمی نیټی د جمهوری ریاست، په انتخاباتو کی په پراخه توگه ټگی اوبرگی شویده.

خو دایران روحانی مشر او شورای نگهبا وایی چی انتخابات به بیرته له سره ونکړی.

لږ ترلږه اولس کسان له انتخاباتونه وروسته مرگ ژوبلو کی وژل شویدی او په سوونو نور توقیف شویدی. د ښاغلی موسوی ویب پاڼی ویلی دی چی لږ تر لږه د پوهنتون اویا تنه استادان وروسته له هغه نه توقیف شول چی له دغه اصلاح غوښتونکی کاندید سره یی د چارشنبی په ورځ ملاقات وکړ.

د ایران جمهوررئیس احمدی نژاد نن د پنجشنبی په ورځ دامریکا پر جمهوررئیس احمدی نژاد باندی غږ وکړ چی دایران په چارو کی له لاسوهنه بنده کړی. هغه داخبره وروسته له هغه نه وکړه چی دامریکا جمهوررئیس دایران دانتخاباتو په برخه کی تبصری وکړی.

د امریکا جمهوررئیس د سه شنبی په ورځ وویل چی دی دمظاهره چیانو په وهلو او توقیفولو با ندی، سخت اریان سوی او قهریدلی دی. مظاهره چیان وایی په انتخاباتو کی د محمود احمدی نژاد په گټه لاسوهنه شویده.

امریکا: د خپلواکۍ په ورځ په خپلو سفارتونو کی ایراني دیپلوماتانو ته بلنه نه ورکوو:

د اوباما حکومت به د امریکا په سفارتونو کی د دغه هیواد د خپلواکۍ د ورځي په میلمستیاگانو کی ایرانیانو ته بلنه ور نه کړی.

د سپیني ماڼۍ نطاق رابرټ گیبز وویل چی د جولای د څلورمي بلن لیکونه به له دې کبله ایراني دیپلوماتانو ته وانه ستول سی چی حکومت یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته مظاهرې وځپلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون د چهارشنبې په ورځ په بهرنیو هیوادو کی امریکایي دیپلوماتانو او د بهرنیو چارو د وزارت مامورینو ته هدایت ورکړچی ایراني دیپلوماتانو ته د هغې پخوانۍ بلني فسخ کړی.

هغې وویل چی دا د تاسف ځای دی چی شرایط بدل سول او ایراني دیپلوماتانو ته به بلنه ورکول په داسی حال کی چی ددې په قول په ایران کی غیر عادلانه اعمال تر سره کیږي، نا مناسبه وی. هغې وویل چی دې او د امریکا جمهوررئیس براک اوباما دغه اعمال غندلي دي.

په یوه بل خبر کی راغلي دي چی د امریکا یوه مامور دا تایید کړې ده چی د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو د شروع کیدو نه تقریبا یوه میاشت مخکی د امریکا جمهوررئیس اوباما د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه یی ته یو لیک لیږلی و او په هغه کی یې د ایران سره د امریکا د روابطو د ښه کیدو موضوع یو وار بیا یاده کړې وه.

XS
SM
MD
LG