د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اقتصاد ورو په ځوړه روان دی


د امریکا اقتصاد ددې کال په لومړیو درو میاشتو کی په کلنۍ سطح ٥،٥ فیصده تاوان کړی دی، چی دا تر هغه چی اول یې پیشبیني شوې وه د یوه فیصد دوه عشره کم دی.

د امریکا د تجارت د وزارت دغه رپوټ نن د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه خپور شو چی په دې باب بشپړ معلوات ترلاس شوي دي.

دا معلومات دا هم څرگندوي چی اقتصاد د تیر کال د وروستۍ ربعي په مقایسه سوکه مخ په ځوړه روان دی.

د امریکا د کار او کارگر د وزارت په یوه بل رپوټ کی ویل شوي دی چی د امریکا د کار مارکیټ هم یو لږ څه خراب سوی دی.

د هغو امریکایانو شمیر چی د بیکارۍ د حقوقو اخیستو د پاره عریضې کوي، تیره هفته ١٥٠٠٠ تنه وو چی د اول وار دپاره یې مجموعي شمیر ٦٢٧ زره تنو ته ورسید.

XS
SM
MD
LG