د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی ملا: مظاهره چیانو ته باید سخته سزا ورکړه سی


د ایران یوه مشهور ملا احمد خاتمي د حکومت نه غوښتي دي چی هغو خلکو ته چی د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته یې مظاهرې کړي دي، باید سخته سزا ورکړه سی.

هغه نن د تهران په پوهنتون کی د جمعې د لمانځه په خطبه کی وویل چی د بلواکونکوسره باید د زور او فشار له مخي اقدامات وسی او هیڅ ډول رحم پر ونه سی. هغه دغه راز په خارجي ژورنالیستانو باندی هم تور ولگاوه چی دغو مظاهرو او ناآرامیو ته یې لمن وهلې ده.

چارواکو هغه ډیري غټی مظاهرې وځپلې چی په انتخاباتو کی د ماتي خوړلي کاندید میر حسین موسوي په مشري وشوې. هغه وایی چی په دې انتخاباتو کی ټگي برگي شوې ده. په دې مظاهرو کی لږ تر لږه ١٧ کسه د پولیسو سره په نښتو کی ووژل سول او په سل گونو نور توقیف شوي دي.

د ایران شورای نگهبان چی زیات واک اختیار لری پرون په انتخاباتو کی د ټگۍ برگۍ ادعاگاني رد کړې او هغه یې ډیر شفاف انتخابات وبلل چی تر اوسه په ایران کی هیڅ نه وو شوي.

د ایران رسمی خبری آژانس وویل چی شورای نگهبان په دې رای گیري کی چی په زیات شمیر سره یې برحال جمهوررئیس محمود احمدي نژاد گټونکی بللی دی، کومه غټه غلطي او سرغړونه نه ده پیدا کړې.

شورای نگهبان او د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یی دواړو ویلي دي چی ددې انتخاباتو نتیجې به باطلي نه سی.

XS
SM
MD
LG