د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په افغانستان کې نوي پړاو ته داخلیږی


د افغانستان په جنوب کې د ناټو یو قوماندان وايي، په دغه ولایت کې نظامی عملیات په بشپړ توگه نوي پړاو ته داخلیږی چې زیاته پاملرنه پکی د سیمه ایزه خلکو امنیت او اقتصادی پرمختگ ته شویده.

تورن جنرال مارت ده کریوائف دافغانستان له جنوب نه دمصنوعی سپوږمۍ له لاری په پنټاگان کې دخبریالانوسره دخبرو په ترڅ کې وائې، سیمی ته دامریکا دزرگونو سمندری پلیو عسکرو را رسیدل به دائتلافی قواو هغه کوښښونه لانورپسی ییاوړی کړی چې غواړی افغانانو ته امنیت راوړی . جنرال ده کریوائف وائې:

"ځکه نو موږ دعملیاتو یو نوی پړاوته داخلیږونو زه غواړم چې دا خبره پوره روښانه کړم چې موږ دیاغیانو سره عملیات کول دهغې ابتکارمو بلی خواته واړاوه او اوس یو نوی پړاو ته داخلیږو چې پدی کې به دعملیاتو ابتکار خپلی خواته را اړو او دی ته به دوام ورکوو او ساتو به ئې دافغانستان په جنوب کې د جنرال کریوائف د قوماندی لاندی داولسو ملکونو دیرش زره عسکر دی چې دیاغیانو قوی مرکز دی".

د ٢٠٠١م کال نه راپدی خوا چې طالبان پکې راوپرزول شول، په اوس وخت کې د طالبانو حملی زیاتی شویدی.

جنرال ده کریوائف پیشگوی کې چې په راتلونکوی میاشتو کې به جنگ لا نور پیسی زیات شی . جنرال ده کریوائف وائې:

"حقیقت دادی چې په راتلونکو څو میاشتو کې به پیښی زیاتی شی چې موږ دغه قواوی ځای په ځای کوو او په هغو سیمو کې امنیت ټینگوو چې تراوسه پوری هیڅکله هلته نه ئې ورغلی".

جنرال ده کریوائف وائې، دناټودقواونه علاوه دافغانستان په جنوب کې دیرش زره د افغان ملی اردوعسکر او پولیس دیره دی .

هغه اټکل کوی چې په دغه سیمه کې دلسواو اتلسو زرو ترمنځ افراطیان فعال دی چې ځینی ئې مذهبی کسان دی، ځینی نورئې دمخدره موادوپه تجارت کې لاس لری او دریمه ډله ئې هغه کسان دی چې دورځی لس ډالرورکول کیږی او جنگ کوی. جنرال ده کریوائف وائې، دافغانستان جنوب ته دتازه دم عسکرو پرراتگ برسېره،په غه سیمه کې اقتصادی او دبیاودانولو په کارونو باندی ډیری زیاتی پیسی لگول کیږی . جنرال ده کریوائف وائې:

"په امریکائې پروژو باندی څه دپاسه اوه سوه میلونه ډالر لگول کیږی چې دری سوه ملیونه ورباندی لا پخوا لگول شویدی. او زیاته پاملرنه اوه (٧) سیمه ایزو پروژته په خاصه توگه بریښنا، اوبو، داوبوسمبالولو او دسیمی دبیا ودانولوکارونو ته شویده . دا یوډیرمهم اقدام دی".

داوباما حکومت پخپله بهرنی پالیسی کې زیاته زیاته پاملرنه افغانستان ته کړیده او یوویشت زره نور اضافی عسکر افغانستان ته استوی چې دافراطی طالبانو مخ په زیاتیدونکی حملی شنډی کړی .

جنرال ده کریوائف پیشگوی کوی چې دا به څوکاله وخت ونیسی چې دافغانستان په جنوب کې خلک په امنیت کې ژوند وکړی .

په افغانستان کی په چاودنو کی څلور ملکي خلک وژل شوي دي:

د کورنیو چارو وزارت وایي چی درې ملکي افغانان د جمعې په ورځ د هلمند په ولایت کی د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کی ووژل سول او دوه نور زخمیان سول.

له بلي خوا افغان چارواکو وویل چی یوه سړي چی د امریکایي عسکرو سره یې د ترجمان په توگه کار کاوه او د خوست په ولایت کی په یوه چاودنه کی زخمی سوی و، د خپلو زخمونو له لاسه مړ سوی دی.

ذبیح الله مجاهد چی ځان د طالبانو نطاق بولي وویل چی دا حمله دوی کړې ده.

او یو بل خبر وایی چی نن د کابل په ورزشي سټیډیم کی په سل گونو خلک را غونډ شوي وو او د حامد کرزي د بیا انتخابیدو په طرفداري یې شعارونه ورکول. د هغه هیواد جمهوري ریاست ته ټول ۴١ تنو ځانونه کاندید کړي دي. انتخابات به د اسد په ٢٩مه وشی.

XS
SM
MD
LG