د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد بیا پر اوباما انتقاد وکړ


د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد یو ځل بیا د امریکا پر جمهور رئیس براک اوباما باندې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې امریکا د ایران په چارو کې مداخله کوي.

د ایران د ایرنا رسمي خبري آژانس د جمهور رئیس احمدي نژاد له خولې لیکلي چې وايي، ښاغلی اوباما د بدلون خبره کوي خو د ایران په داخلي چارو کې یې خپلې مداخلې ته ادامه ورکړې ده.

د جمعې په ورځ ښاغلي اوباما په ایران کې له انتخاباتو وروسته له مظاهره چیانو سره تشدد ظالمانه وباله او ویې ویل، دا به له ایران سره د امریکا خبرې او ډیپلوماسي اغېزمنه کړي.

د جون د ١٢مې د جنجالي انتخاباتو وروسته په ایران کې د تشدد په پیښو کې د مړو شمیر په رسمي ډول ١٧ تنه ښودل کیږي خو عيني شاهدان وايي، اصلي شمیر تر دې ډیر زیات دی.

میر حسین موسوي چې د احمدي نژاد په خلاف کاندید و او په انتخاباتو کې یې ماتې وخوړه انتقاد کوي چې په انتخاباتو کې درغلي او ټگي شوې ده. د انتخاباتو وروسته دده په زرهاوو ملاتړ کوونکو مظاهرې پیل کړې.

د جمعې په ورځ د ایران مشهور ملا احمد خاتمي د تهران په پوهنتون کې د خبرو پر وخت دغه مظاهره چیان ورانکاري وبلل او ویې ویل چې دوی له خدای سره په جگړه اخته دي.

XS
SM
MD
LG