اېران د برتانېې د سفارت پنځه ماموران وروسته له ېوڅو ورځو توقېف نه په تهران کې خوشی کړل. پرهغوی داتور لگول شوی چې داېران د انتخاباتونه وروسته مظاهرو اوناکراری کې لتاړ دی. داېران دخارجه وزارت نطآق حسن قشقاوی ددوشنبی په ورځ خبر ی کنفرانس ته ووېل چې دنهو کسانو له جملی نه چې توقېف شوی وو پنځه کسان خوشی شوېدی. له پاتی نوروکسانونه تحقېقات کېږی. په مخکېنېو رپوټونو کې وېل شوېدی چې اته ماموران نېول شوېدی. د برتانېې د بهرنېو چارو وزېر ډېوېډ مېلېبند او داروپاېې اتحآد خارجه وزېرانو غوښتنه کړېده چې پکارده ټول ماموران خوشی شی. دبرتانېې د مامورانو توقېفول ېې د تهدېد اوتخوېف د نه منلو وړ ېو دود بللی دی. د برتانېې صدر اعظم گورډن براون ددوشنبی په ورځ د برتانوی مامورانو توقېفول محکوم کړل . هغه ووېل چې دهغوی نېول دمنلو وړندی، هېڅ توجېه نلری او کوم اساس نلری. په ېوه رپوټ کې دېکشنبی په ورځ داېران د استخباراتو دوزېر قلم حسېن محسنی اېجی له قوله وېل شوېدی چې دی ددې سند لری چې ځاېې مامورانو د تازه مظاهرو په باب خبرونه راټولول. په ېوه بل خبر کې د دوشنبی په ورځ داېران سرکاری خپرونو ووېل چې د ددغه هېواد د انتخاباتو عالېرتبه کومېسېون د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې په دې قانع شوېدی چې د په ډېرو جنجالی سېموکې د راېو شمېرل پېل کړېدی. دالعالم دولتی تلوېزېون واېې د شوراېې نگهبان د جون ددولسمی نېټی د راېو له جملی نه د لسو فېصدو راېو شمېرل پېل کړېدی. خو داېران اصلاح طلب کاندېد مېرحسېن موسوی وېلی دی چې دی دېوی برخی شېمر نه منی او پکارده چی دانتخاباتو نتاېج فسخ سی.