د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې عملیات دوام لري


پاکستانی چارواکی وایی چی نن اته تنه مشکوک یاغیان د پوځ په هوایی بمباری کی هغه وخت ووژل شول چی د مشکوکو طالبانو په مرکزونو یی هوایی بمباری وکړه.

په جنوبی وزیرستان کی دغه هوایی بمباری له هغه وروسته وشوی چی یاغیانو په دی سیمه کی په دوو پوځی اډو باندی حملی وکړی. په دی حملو کی لږترلږه دوه عسکر ووژل شول.

د پاکستان پوځی قواووی دی ته آمادگی نیسی چی په جنوبی وزیرستان کی چی د طآلبانو مشر بیت الله محسود هلته دی پراخ عملیات وکړی.

پولیسو د شنبی په ورځ پنځه تنه چی گمان کیده د محسود سره یی ارتباط درلود ووژل،هغوی غوښتل چی د کراچی په ښار کی ترورستی حمله وکړی .

محسود په پاکستان کی هغه یاغی دی چی حکومت پسی گرځی او په حکومت او ملکی خلکو باندی د ډیرو حملو مسولیت وردغاړی دی.

گمان کیږی چی هغه په ملک کی د القاعدی مهم ملاتړی دی.

XS
SM
MD
LG