د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې نن د یوه ځانمرگي په حمله کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او ١٥ نور زخمیان شول.
ځانمرگه پر یوه موټر سایکل سپور و او یوه حکومتي بس ته له نږدې کېدو وروسته یې په موټر سایکل پورې تړلي منفجره مواد وچول.
د راولپنډۍ ښار د پایتخت اسلام آباد څنگ ته پروت دی. په دغه ښار کې د پاکستان ډیرې نظامي اډې واقع دي.
له بلې خوا، نن د پنجشنبې په ورځ د پېښور د ښار نه بهر د بم په چاودنه کی د پولیسو دوه صاحب منصبان وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور زخمي شوي دي.
بم هغه وخت وچاود چی د پولیسو د گزمې موټر پر برابر سو. په دې سیمه کی یاغي طالبان او حکومتي قواوي په جگړو اخته دي او هره خوا کوشش کوی چی په سیمي باندی کنټرول ولری.
د پاکستان د صوبه سرحد د ملیشه قواو په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی امنیتي قواو پرون د خیبر په ایجنسۍ کی چی د افغانستان سره سرحدي سیمه ده، ٢٨ یاغي طالبان وژلي دي.
پاکستاني قواوي تر اوسه لا هم د سوات په ناوه کی د یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دي. تقریبا دو ې میشتي کیږي چی دغو قواو په دې سیمي باندی لومړنۍ لویه حمله وکړه.