د لاس رسي وړ اتصالات

"د کرزي مخالفین له خطرناکو مشکلاتو سره مخامخ دي"


واشنگټن پوسټ لیکي، په داسې حال کې چې د هلمند په ولایت کې امریکايي قواوو پراخ عملیات پیل کړي دي، خو په دغه ملک کې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو مبارزې چې د هیواد په شمالي او ختیځو نسبتا آرامو سیمو کې کیږي، داسې ښکاري چې بیخې په بلې دنیا کې دي.

دغه کاندیدان غونډو ته د خبرو پر وخت او یا له قومي مشرانو سره په لیدنو کتنو کې چندان د هغه افراطیت او ناارامیو یادونه نه کوي چې نړیوال څیړونکي وېره لري چې کیدای شي د اسد د ٢٩ انتخابات گډوډ کړي.

واشنگټن پوسټ لیکي، خو ددې پر ځای، کاندیدان کوښښ کوي په داسې مسایلو کې ځان مصروف کړي چې فکر کوي له امله یې خلک ځان ته راجذبولای شي. دوی د خارجي قواوو په عملیاتو کې ملکي تلفات غندي او له طالبانو سره د مصالحې او مذاکراتو خبره کوي. دوی په حکومت کې د اداري فساد په موجود انتقاد کوي، د ملک پخوانۍ بریاوې او افتخارات ساتي او په وار وار دا یادوي چې د پخوانیو ملي راهبرانو سره تړاو لري.

ورځپاڼې د یوه کاندید ډاکتر عبدالله له خولې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ یې په ننگرهار کې د خپل انتخاباتي کمپاین پر وخت خبرې کولې، دی وايي: "ما وغوښتل چې دلته خپل کمپاین پیل کړم، ځکه چې له همدې ځای نه مقدس جهاد شروع شوی و. زه غواړم چې د مجاهدینو د عزت او آبرو لپاره مبارزه وکړم. زه غواړم داسې یو افغانستان جوړ کړم چې له خارجي قواوو پرته د ځان دفاع وکولای شي".

واشنگټن پوسټ لیکي، د ډاکتر عبدالله د خبرو اورېدو ته ناست خلک د یوه پخواني جهادي قومندان له خوا چې دا وخت د ولایتي شورا غړی دی، راټول شوي وو. ډاکتر عبدالله وروسته په یوې حکومتي هلیکوپتر کې کابل ته پرواز وکړ. راټولو شویو ځینو خلکو ویل، تر اوسه نه پوهیږي چې چا ته رایه ورکړي خو اکثرو ویل چې د جمهور رئیس کرزي له دورې نه خسته شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، ۴٨ کلن غلام سخي یو قومي مشر دی او وايي: "موږ کرزي ته یو چانس ورکړ. خو هغه خلکو ته خدمت ونکړ. هغه کمزوری دی او په حکومت کې یې اداري فساد موجود دی". ورځپاڼې د زمان الحق په نامه د یوه بل کس له خولې لیکلي: "د کرزي حکومت زموږ نه وسله واخیسته خو کار یې راته پیدا نکړ. نن ورځ یوازې هغه کسان ځانته وظیفه پیدا کولای شي چې له مافیا سره لاس ولري. له دیرش کلونو جنگ وروسته دا وخت موږ یوه قوي او ریښتیني مشر ته ضرورت لرو".

واشنگټن پوسټ لیکي، د عامه افکارو احصایې ښيي چې جمهور رئیس کرزی په آینده انتخاباتو کې گټونکی دی. ورځپاڼه لیکي، ددې لپاره چې خپل دریځ نور هم پوخ کړي، کرزي له یو شمیر قوي قومي مشرانو، تجارانو او جهادي قومندانانو سره له انتخاباتو وړاندې معاملې کړي دي چې په دې کې ځینې داسې خلک هم شامل دي چې په خلکو کې چندان ښه نوم نلري خو دا وخت یې د ډیرو خلکو رایې په لاس کې دي.

ورځپاڼه لیکي، جمهوري ریاست ته د ولاړو ۴١ کاندیدانو په کتار کې یوازې د ډاکتر عبدالله چې مخکې خارجه وزیر وو او د مالیې د پخواني وزیر اشرف غني په باب فکر کیږي چې تر یوې اندازې د کرزي سره سیالي کولای شي خو د نورو په باب فکر کیږي چې کیدای شي له مبارزې تر شا شي او یا ددغو درې کاندیدانو له جملې نه د یوه ملاتړ وکړي. کرزی کولای شي له ارگ نه چې امنیت یې نیول شوی په کافي اندازه تلویزیوني پیغامونه خپاره کړي خو د نورو کاندیدانو لپاره دا مشکل کار دی چې د ملک لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي او خپل نوم خلکو ته ور وپیژني ځکه چې د تندروانو د حملو خطر ډیر زیات دی.

واشنگټن پوسټ لیکي، له همدې کبله ده چې تر اوسه پورې د رایې ورکولو مستحقو افغانانو چې شمیر یې له ١٠ میلیونو نه تر ١٢ میلیونو ښودل کیږي، یوازې ډیر کم شمیر یې توانېدلي دي چې کاندیدان له نږدې وویني. د انتخاباتي مبارزو د ټولو غونډو او مارشونو کلک امنیت نیول شوی وي. د مثال په ډول، په جلال آباد کې د ډاکتر عبدالله کمپاین چې په ترڅ کې یې له محلي چارواکو سره شخصي غونډې هم لرې، خو په دغه جریان کې ډاکتر عبدالله ونه لیدل شو چې دده خبرو د اورېدو ته د راغلو کسان حتی له یوه سره یې هم روغبړ وکړي او لاس ورکړي.

ورځپاڼه د ِِتحقیق او پالیسئ د افغان مرکز د رئیس هارون میر له خولې لیکي: "په افغانستان کې له انتخاباتو سره دا وخت د خلکو ډیره لږ دلچسپي موجوده ده. پخواني سیاسي لوبغاړي له تر اوسه د څه ناڅه کولو کوښښ کوي. خو د دوی د یوه سیاسي اپوزسیون د جوړولو هڅه ناکامه شوه. له دې پرته چې انتخابات څوک گټي آینده حکومت به چندان فعال نه وي او د اصلاحاتو د راتگ ډیره لږ تمه موجوده ده".

واشنگټن پوسټ لیکي، په نړیواله سطحه یوه اندېښنه دا ده چې آیا طالبان به د خپل خبرداري سره سم د رایو پر مرکزونو باندې حملې وکړي. په خاص ډول د ملک په جنوبي سیمو کې چېرې چې کمزوې رایه گیري په انتخاباتو کې د قومي توازن د مسئلې په اړه پوښتنې راپیدا کولای شي.

امریکا او ناټو افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو ژمنه کړې ده چې د انتخاباتو امنیت به نیسي خو چارواکي وايي د رایه گیرئ د ټولو مرکزونو چې شمیر یې ٢٨ زرو ته رسیږي د امنیت ضمانت نشي کولای.

د انتخاباتو مشاورین او د حکومت مخالف کاندیدان وايي په دې اړه هم اندېښنه لري چې حکومت ممکن د انتخاباتو په ورځ په رایو کې گټي برگي وکړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا کار په ملک کې د تشدد نه د ډکو شخړو باعث کیدای شي حتی له ایران نه هم بدتر ځکه چې افغانستان دا وخت له وسلو ډک دی.

XS
SM
MD
LG