د لاس رسي وړ اتصالات

په قندوز کې د ناټو څلور عسکر ووژل شول


د ناټو چارواکی واېې چې د افغانستان په شمالی ولاېت کندز کې، د سړک د غاړی د بم په چاودنه کې څلور خارجی عسکر وژل شوېدی.

دغه پېښه د کندز له ښار نه بهر شوېده. چارواکېو د عسکرو هوېت او نومونه تر اوسه پورې ندی څرگند کړی خو ځاېې چارواکی واېې چی څلور واړه امرېکا ېان وو.

افغان چارواکي وايي، یوه ځانمرگه نن په کندهار کې د ناټو د پوځي اډې له دروازې سره د چاودېدونکو موادو نه خپل ډک موټر وچاوه. په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او ‏١۴ نور زخميان شوي دي.

د پوځ او پولیسو چارواکي وايي، چاودنه نن سهار وختي د کندهار د هوايي میدان د عمومي دروازې مخې ته وشوه.چارواکی واېې چې لږ تر لږه دولس تنه ملکېان او دوه افغان عسکر په زخمېانو کی شامل دی.

دا په افغانستان کې د نړیوالو قوو یوه له تر ټولو لویو اډو نه ده.

په کندهار کې د دوشنبې د ورځې حمله په داسې حال کې وشوه چې په گاونډي ولایت هلمند کې دا څو ورځې کیږي چې امریکايي عسکرو پراخ عملیات پیل کړي دي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس ستر جنرال مایک ملېن پرون وویل، د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژئ نه راضي یم، خو دې ته حاضر یم چې په دغه ملک کې د عسکرو د شمیر د زیاتوالي او یا کموالي په اړه پیشنهادونه واورم.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما امر کړېدی چې افغانستان ته نور عسکر او روزونکی ولېږل شی چې د طالبانو بغاوت قابوکړی.

په دغه امر کی د جگړی له قوماندانانو نه غوښتنه شوېده چې دافغانستان د ملکېانو ساتنه په ښه توگه وکړی؛ ځکه چې دملکېانو تلفاتو د کابل او واشنگټن ترمنځ اختلاف را پېدا کړېدی.

په همدی لړ کې دامرېکا د جمهوری رېاست مرستېال جوباېډن ووېل چې په افغانستان کې کامېابی اوناکامی ېوازې نظامی عملېات نشی ټاکلی.

هغه ووېل چې په داخل کې اقتصادی او سېاسی انکشافات به هم د نتېجی په څرنگوالی باندی اغېزه ولری.

XS
SM
MD
LG