د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د نیول شویو کسانو  د خوشې کیدو غوښتنه وشوه


د ایران مخالف سیاسی مشران چارواکی دیته هڅوی چی هغه ټول کسان له توقیف نه خوشی کړی چی په هغو ناکراریو کی نیول شویدی چی دایران دتیری میاشتی د جمهوری ریاست د جنجالی انتخاباتونه وروسته را پیدا شوی.

رپوټ وایی چی دا غوښتنه له هغه نه وروسته وشوه چی ماتی خوړلی کاندید میر حسین موسوی او مهدی کروبي او پخوانی جمهوررئیس محمد خاتمی د دوشنبی په ورځ ناوخته مجلس وکړ. غوښتنه د میرحسین موسوی له خوا نه خپره شویده.

په هغه گډه وینا کی چی د میرحسین موسوی په ویب پاڼه کی خپره شویده دغو دری واړو مشرانو دا غوښتنه کړې ده چې د چارواکیو له خوانه سخت اقدامات پایته ورسیږی.

د ایران پولیسو تر زرو نه زیات اصلاح غوښتونکی، سیاسی مبارزین ، خبریالان او مظاهره چیان په تهران کی توقیف کړیدی.

د سیاسی مخالفینو ملاتړ وایی چی د جون د دولسمی نیټی په انتخاباتوکی پراخه ټگی برگی موجوده وه. خو دانتخاباتو رسمی نتایج وایی چی جمهوررئیس محمود احمدی نژاد دانتخابات په غوڅ اکثریت باندی گټلی دی.

په عین حآل کی د سه شنبی په ورځ د فرانسی جمهوررئیس نیکولس سرکوزی تقاضا کړیده چی ایران دی هغه ښځه خوشی کړی چی دجاسوسی په تور نیول شویدی. ښاغلی سرکوزی وویل د جاسوسی هغه تورونه چی د ٢٣ کلنی شاگردی کلاټیلډی ریس پر خلاف لگول شویدی هغه نگه تخیل دی.

د فرانسی چارواکی وایی چی اغلی ریس د تهران په هوایی میدان کی تیره اونی ونیول شوه؛ په داسی حآل کی چی هغه کورته راروانه وه.

XS
SM
MD
LG