د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: روسیه او امریکا مشترک هدفونه لري


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی چی امریکا اوروسیه ډیر مشترک اهداف لری چی په دی کی داټومی وسلو د خپریدلو مخه نیول او دافراطیانو ماتول شامل دی.

ښاغلی اوباما په مسکوکی داقتصاد د پوهنځی شاگردانوته د خبرو په ترڅ کی وویل د اټومی وسلو دخپریدلو مسله په ٢١ مه پیړۍ کی یوه ستره مسله ده. ښاغلی اوباما دهغه موافقه لیک یادونه هم وکړله چی له خپل روسی انډول دیمیتری میډویډیوف سره یی لاسلیک کړ. دایونوی دوه اړخیز تړون دی چی دامریکا او روسیی په جبه خانوکی اټومی وسلی او دهغو د انتقال وسایل او سیسټمونه کموی.

ښاغلی اوباما ددغه پوهنځی فارغانو ته وویل چی په تیرو شلو کلونو کی ډیر شیان بدل شویدی. هغه په دی برخه کی په تفصیل سره خبری وکړلی چی امریکا خپلو اړیکو ته د ساړه جنگ د زمانی له رقیبانو سره په څه ډول گوری.

ښاغلی اوباما په دی برخه کی داسی وویل : اجازه راکړۍ چی خپلی خبری په وضاحت پیل کړم. امریکا له روسیی سره قوی ، سوله ئیزی او سوکاله اړیکی غواړی. ددی عقیدی ریښی زموږ په هغه احترام کی زغلیدلی دی چی دروسیی خلکو ته یی لرو. زموږ ملتونه داسی شریک تاریخ لری چی درقابت اوسیالی نه ډیر ه پخوانی سابقه لری. )

ښاغلی اوباما وویل د ساړه جنگ د زمانی دانظریه چی امریکا اوروسیه یوازی په رقابت کی ژوند کولی شی او دواړه د گټو د حوزو د لاسته راوړلو لپاره سیالی کوی غلطه ده.

ښاغلی اوباما په خپل مقصد باندی له روسیی سره د اړیکو په بیا تنظیمولو او پیلولو کی په ټینگه تکرار کړ. هغه وویل دواړه ملتونه پکارده چی په دی کی سره متحد شی چی دهغو هلو ځلو مخالفت وکړی چی ایران او شمالی کوریایی د اټومی وسلود لاسته راوړلو لپاره کوی.

ښاغلی اوباما وویل چی دامریکا دتوغندیو دفاع نظام چی د اروپا لپاره په پیشنهادی مرحله کی دی او روسیه ورسره سخت مخالفت کوی دهغه مقصد دادی چی دایران د احتمالی حملی مخه ونیسی. ښاغلی اوباما وویل چی که دایران داټوم احتمالی خطر له منځه ولاړشی نو د توغندیو ددفاعی نظام د نصبولو ضرورت به هم له منځه ولاړشی.

روسیه وايي افغانستان ته اکمالات زموږ له هوايي قلمرو نه تیرېدلای شي:

ښاغلی اوباما داهم وویل چی امریکا او روسیه یو هم نه غواړی چی داسی افغانستان منځته راشی چی د طالبانو حکومت پکی وی.

ښاغلی اوباما دروسیی ستاینه وکړله چی دامریکا ترانسپورتی الوتکو ته اجازه ورکوی چی په افغانستان کی قواو ته اکمالات برابر کړی چی دروسیی له فضایی قلمرو نه به تیریږی.

دنورو مشترکو اهدافو په جمله کی ښاغلی اوباما وویل چی نړیواله سوکالی، دیموکراسی او د ملتونو لپاره ددی ضرورت چی دیوی قوی نړیوالی اداری داصولو پر بنا له یوبل سره کار وکړی.

هغه وویل چی امریکا دیموکراسی ته ځان وقف کړیدی. ځکه په دی ډول نظآم کی حکومتونه خپلو خلکو ته خدمت کوی چی سوکاله او ښیرازه ژوند ولری. له بل پلوه ددی امکان ډیر کم دی چی دناکامو دولتونو په لاره روان شی.

XS
SM
MD
LG