د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن ټایمز: طالبان ځانمرگو حملو ته ماشومان اخلي


د واشنگټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله محسود ماشومان په پیسو اخلي او بیا یې د ځانمرگو حملو لپاره لیږي.

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه د امریکايي او پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي چې د پاکستان د طالبانو مشر بیت الله محسود حتی تر اووه کلنو پورې کم عمره ماشومان په پیسو اخلي چې په حملو کې ورڅخه کار واخلي.

ورځپاڼې د یوه پاکستاني چارواکي له خولې چې د موضوع د حساسیت له امله خپل نوم نه اخلي، لیکلي چې د هر ماشوم په سر چې ځانمرگې حمله کوي له ٧ زرو نه تر ١۴ زرو پورې ډالر ورکول کیږي.

واشنگټن ټایمز د امریکا د دفاع د وزارت د یوه چارواکي له خولې لیکلي: "محسود ځانمرگو حملو ته د یو ډول تولیداتو بڼه ورکړې. په همغه ډول لکه د ټویوټا کمپنۍ چې موټر تولیدوي". دغه امریکايي مامور هم د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي. دی وايي ځکه چې د بیت الله محسود د نیولو لپاره استخباراتي هڅې روانې دي او د په سیمه کې د امریکا او پاکستان د طالبانو ضد د مبارزې یو مهم هدف دی.

ورځپاڼه لیکي، د بیت الله محسود د وژلو لپاره امریکا یوه ظاهرې هڅه تیره هفته ناکامه شوه. د یکشنبې په ورځ، د پاکستان حکومت د محسود د نیولو پر سر ٦١٥ زره ډالر انعام اعلان کړ. امریکا هم د هغه پر سر پنځه میلیون ډالره انعام ایښی دی.

په تیر یوه کال کې په پاکستان کې ځانمرگې حملې بیخي عامې شوي دي. د پاکستان پر اردو، پولیسو او استخباراتو او همدارنگه پر هغو هوټلونو باندې حملې شوي چې غربیان پکې اوسیږي. دغه ډول ډیرې ځانمگرې حملې په افغانستان کې هم شوي چې هدف یې په دغه ملک کې امریکايي قواوې دي.

امریکايي مقامات وايي، قیمت په دې پورې اړه لري چې ځانمرگي حمله کوونکي ته څومره عاجل ضرورت دی او هغه د هدف ځای ته څومره نږدې دی یا ځان رسولای شي.

واشنگټن ټایمز د یوه امریکايي مامور له خولې لیکي: "محسود دغه ځانمرگه حمله کوونکي تیاروي، دوی یا خرڅیږي او یا ددې لپاره لیږل کیږي چې په افغانستان کې طالبان ورڅخه په ځانمرگو حملو کې کار واخلي".

ورځپاڼه لیکي، ځینې وختونه داسې هم کیږي چې اختطاف چیان ماشومان وتښتوي او بیا یې د بیت الله محسود پر کسانو وپلوري.

د ورځپاڼې خبریال وايي، کوښښ یې وکړ چې د بیت الله محسود له نطاق سره خبره وکړي خو ونه توانېد.

په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې په جگړه کې د ماشومانو استعمال څه نوې خبره نه ده.

پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر وخت هم ډیر کم عمره هلکان د مجاهدینو په کتارونو کې شامل شول.

واشنگټن ټایمز د یوه افغان مجاهد له قوله دا خبره لیکلې ده چې ددغه کم عمره کسانو گډون په جنگ کې دومره غټه خبره نه ده. دی وايي، پخپله یې هم په ١٣ کلنۍ کې د روسانو په خلاف وسله اخیستې وه. د شیر په نامه دغه کس وايي، دا کار مخکې نه کېده چې ماشومان له خپله لارې اړول کیږي او په ځانمرگو حملو کې ورڅخه استفاده وشي.

ورځپاڼه لیکي د بیت الله محسود له خوا په ځانمرگو حملو کې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په گډون ډیر سیاسي شخصیتونه او په سلهاوو ملکیان وژل شوي دي.

واشنگټن ټایمز لیکي، بیت الله محسود تیره هفته د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له یوې حملې نه لږ خطا شو. په همدې حمله کې نږدې ٨٠ تنه هغه کسان ووژل شول چې په جنوبي وزیرستان کې په یوې جنازې کې راټول شوي وو. ورځپاڼه لیکي، امریکايي مامورینو د بې پیلوټه الوتکې له لارې چې په وریځو کې پټه وه، دغه راټول شوي کسان څارل.

پاکستاني مقاماتو ورځپاڼې ته ویلي چې په دې حمله کې د بیت الله محسود مهم مرستیال قاري حسین ووژل شو.

واشنگټن ټایمز د پاکستاني مقاماتو له قوله لیکلي، قاري حسین د ځانمرگه حمله کوونکو د استخدام او تربیه کولو مسئولیت درلود.

ورخپاڼه لیکي، د امریکا د دفاع وزارت یوه بل چارواکي چې د طالبانو په اړه کافي معلومات لري، خبریالانو ته وویل چې په پاکستان کې ځینو تندرو ډلو چې د پاکستان حکومت د هند په خلاف د جنگولو لپاره جوړې کړې وې، له بیت الله محسود سره د ځانمرگو حملو په نتظیمولو کې مرسته کړې ده.

د امریکا د دفاع د وزارت دغه چارواکی چې خپل نوم نه ښيي وايي چې په قبایلي سیمو کې د ورانکارو ډلو چې القاعده ورسره مرسته کوي او د پنجاب د تندرو ډلو تر منځ یو ډل نږدې وال موجود و.

دی وايي: "د همدغو دریو خواوو تر منځ د همکارئ موجودیت په پاکستان کې په پاکستان کې د دوامداره ځانمرگو حملو باعث شوی دی".

XS
SM
MD
LG