د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې طالبانو حمله کړې


افغان چارواکي وايي، طالبانو د نورستان په ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې حمله کړې ده، اته پولیس یې وژلي او اته نور یې نیولي دي.

چارواکي وايي، د سه شنبې د ورځې راهیسې په روانه جگړه کې ٢١ طالبان هم وژل شوي دي.

د نورستان والي وايي، د برگ مټال په سیمه کې دغه جگړه لا تر اوسه دوام لري او اضافي قواوو ته ضرورت دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي، پلان لري چې سیمې ته د هوا له لارې له سلو زیات عسکر ورسوي چې د طالبانو د حملې مخه ونیسي.

نورستان د پاکستان له قبایلي سیمو سره سرحد لري. د سرحد هغه غاړې ته هم طالبان فعال دي.

له بلې خوا، د برتانیې د دفاع وزارت هم ویلي دي چې نن د هلمند په ولایت کې په یوې چاودنې کې د دوی یو عسکر وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG