د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جنوبي کوریا پر ویبپاڼو حمله شوی


د امریکا او جنوبی کوریا څو حکومتی ویب پاڼو کی گډوډی راوستل شویده. چارواکی وایی چی دا به پراخه او منظمهکمپیوتري حمله وی.

دامریکا چارواکی وایی چی په دغه حمله کی هغه ویب سایټونه په نظر کی نیول شویدی چی د حکومت د څو ادارو لپاره کارکوی. په دی کی د کورنی امنیت د وزارت، ددفاع وزارت او خزانی دوزارت ویب پاڼی شاملی دی.

ددی ترڅنگ یو څو نور امنیتی ادارو ویب پاڼی هم شاملی دی. چارواکی وایی چی داحمله د جولای په څلور مه نیټه باندی پیل شوله.

په جنوبی کوریا کی د ینهاپ خبری اژانس رپوټ ورکوی چی کمپیوټری داړه مارانو د جنوبی کوریا د جمهوری ریاست ددفتر ویب پاڼه گډه وډه کړیده.

هغوی دواکمن گوند ویب پاڼه ؛ ددفاع وزارت ویب پاڼه او د څونورو حکومتی ادارو ویب پاڼی یی هم گډی وډی کړیدی. هغوی دغو کمپیوټرونو ته زښت ډیر خطرناک شیان د سه شنبی په ورځ ناوختهورداخل کړیدی.

د جنوبی کوریا داستخباراتو اداریدینهاپ خبر اژانس ته ویلی دی چی داسی یوه منظمه حمله دکومی غټی اداری اویا یوه حکومت له خوان کیدلی شی. داستخباراتواداری شک کوی چی کیدلی شی شمالی کوریا په دی پټه کپمیوټری حمله کی لتاړه وی.

دکمپیوټر ماهران وایی چی په کمپیوټری حملو کی له کمپیوټری میکروبونو نه کار اخیستل کیږی په هغه ویب پاڼه کی چی د تخریب لپاره په نښه شوی وو زښت ډیر شیانپه ویروس اخته کمپیوټرونو نه ورداخل کړی.

XS
SM
MD
LG