د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د امریکا او طالبانو منځگړیتوب کوو


د پاکستان پوځپرون اعلان وکړ چه نه یواځی دا چیپه افغانستان کی د طالبانو د مشر ملاعمر سرهتماس لری بلکه کولی شی چه ملاعمر او د طالبانو یو شمیر نور قوماندانان د امریکا د متحده ایالاتو سرهد خبرو لپاره د یوه میز په خوا راوبلي.

دا په داسیحال کی چې طالبان په پاکستان کی د خپلو پټو مرکزونو نه په افغانستان کېپه امریکاییعسکرو باندی حملی کوید پاکستان د حکومت دا ډول ښکاره اعترافد پاکستان د یو لړ تازه دیپلوماتیکی هلو ځلو یوه برخه ده چې غواړی د اوباما حکومت سره مرسته وکړي چېد افغانستان دڅو کلونو د زړو شخړو د هوارولو لپاره یوه لاره ومومي.

د سی این ایند تلویزون سره په خپله یوه اختصاصي مرکه کې پرون د پاکستان پوځي ویاند تورن جنرال اطهر عباس وویل چهد منځگړیتوب کومرول چې پاکستان په دې ارتباط د اوباما د حکومت اوطالبانو تر منځ لوبوي په مقابل کی یی پاکستان دا هیله لري چې د امتیاز په ډول بهامریکاد اسلام اباد هغه تشویش رفع کړي چېد خپل زاړه رقیب هند په اړه یې لري.

د ډان ورځپاڼې پروند سی این اینتلویزون په حواله د یو شمیر لوړ رتبه امریکایي مامورانو له قولهرپوټ ورکړ چېد اوباما حکومتغواړي د طالبانو د مهمو مشرانو سره خبرې وکړي او تیار دي چې د هند په اړه د پاکستان د تشویشونو په رفع کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د ډان ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناتو قوماندانان اوسدا خبره مني چې دطالبانو سرهد افغانستان په مهمو سیمو کی جنگ فعلا په ټپه ولاړ دی اوکوم تازه دمه امریکایی عسکر چې افغانستان ته لیږل شوي دي، دا هیله لري چې دغه په ټپه ولاړ حالت به ختم کړي، نوله همدی امله په سیمه کې د پوځی قوماندانانو او مهمو دیپلو ماتیکي شخصیتونو تر منځ په دی خبره باندی توافق موجود دی چهامریکا یواځی د نظامیقوت له لارید افغانستانجنگ گټلی نه شي.

اکثره دیپلوماتان او قوماندانان په دې باور دي چې د افغانستان شخړه بهسیاسی او اقتصادی بڼه غوره کويی نه کومه ځانگړی عسکری کامیابی چې دا کار له طالبانوسره د مذاکراتو ضرورتایجادوي.اوددېکار د عملی کولو لپارهد پاکستان، هند، ایران او غالبا د سعودی عربستان، ناتو او امریکا شراکت او همکارئ ته اړتیا لیدل کیږي.

د ډان ورځپاڼه د سی این این په حواله وایي اوس چېد پاکستانپوځ او عسکری استخبارات په ښکاره میدان په دی بابدمرستیوعده کوی او وایی چې د منځگړیتوب لپاره تیار دی،نو دا به لومړئ موقع وی چه په کال یو دپاسه دوه زره میلادیکی په اففغانستان باندی دامریکا د عسکری یرغلنه وروستهد افغانستان د جنگ دشروع کیدلو نه وروسته، د امریکا متحده ایالاتو ته په لاس ورځې چې دغه جنگ نور ختم شي او د حل یوه لاره ولټول شی.

XS
SM
MD
LG