د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما افغانستان کی د ډله ئیزو قتلونو په باب د تحقیق امر وکړ


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما امرکړیدی چی دهغو رپوټونو تحقیق دی وشی چی وایی دامریکا انډیوالان په افغانستان کی تقریبا ددوه زرو طالبانو دمرگ مسوول دی.

په هغه مرکه کی چی ددوشنبی په ورځ به یی دامریکا تلویزیون سی این این خپره کړی؛ ښاغلی اوباما وویل چی هغه د خپل ملی امنیت له ډلی نه خواهش کړی دی چی په دی برخه کی حقایق راټول کاندی او کله چی داکار وشی نو په دی برخه کی به فیصله وشی چی او س څه ډول اقدام وکړی.

د نیویارک ټایمز ورځپآڼی د جمعی په ورځ رپوټ ورکړی و چی دامریکا فیدرالی پولیسو او خارجه وزارت او سره صلیب غوښتل چی ددغو مرگونو دتحقیق په برخه کی فشا رواچوی. خو دپخوانی جمهوررئیس جورج بش اداره په دی کی ناکامه شوه چی په دی برخه کی اقدام وکړی؛ ځکه چی په هغه وخت کی جنگ سالار عبدالرشید دوستم ته دامریکا دمرکزی استخباراتواداری CIA پیسی ورکولی.

رپوټ وایی چی عبدالرشید دوستم او دهغه ملیشه قوه په دی تورنه دهچی تقریبا دوه زره طالب بندیان یی وژلی دی. داطالبان هغه تهدامریکا په مشرۍ د ٢٠٠١ میلادی کال له یرغل نه لنډه موده وروستهتسلیم شوی وو.

رپوټ وایی چی هغوی له کندز نه په کانټینرونو کی شبرغان ته انتقالیدل. چارواکی په دی عقیده دی چی هغوی په لاره کی د ساه بندیدلو له امله مړه شویدی. رپوټ وایی چی دهغوی مړي یی په دشت لیلی کی په ٢٠٠٢ میلادی کال کی په یوه ډله ئیز قبر کی واچول.

رپوټ وایی چی عبدالرشید دوستم دافغانستان د جمهوررئیس حآِمدکرزی دحکومت انډیوال دی او امریکا ددغه حکومتملاتړ کوی.

باسټن گلوب: دوستم وايي ٢٠٠ کسان وژل شوي وو

د امریکا د باسټن گلوب ورځپاڼه د جولای په یوولسمه نیټه لیکی چی عبدالرشید دوستم په تیر وخت کی په دی ټینگار کړیدی چی تر دوو سوونه کم کسان هغه وخت مړه شول او دهغوی مرگ تصادفی و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د جولای په دولسمه لیکی،په برتانیه کی د افغانستان جنگ باندی سخت انتقادونه ورځ په ورځزیاتیږی چی د برتانیی د عسکرو تلفات زیات شویدی.

دنیویارک ټایمز بله مقاله د جولای په لسمه نیټه لیکی چی کیدلی شی چی یوه افغان جنگ سالار په ډله ئیزه توگه په سوونو او ښایی په زرگونو افغان طآلبان چی د جنگ بندیان وو، دامریکا د ٢٠٠١ کال د یرغل په وخت کی وژلی وي.

خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی تردی وروسته،د بش اداری چارواکیو څو څو ځلی هغه هلی ځلی شاته غورځولی دی چی د حکومت یوشمیر چارواکیو ، او د بشری حقوقو ادارو غوښتل چی ددغوپیښو دتحقیقات وکړی.

رپوټ وایی د امریکا فیدرالی پولیسو ، خارجه وزارت ، او دنړیوال سره صلیب ادارو غوښتل چی د جنگسالار عبدالرشید دوستم په باب ت‍حقیقات وکړی؛ خو څرنگه چی هغه ته دامریکا داستخباراتو مرکزی دفتر پیسی ورکولی او د هغه ملیشو د امریکا له خاصو قواوسره له نیژدی نه همکار ی کوله نو دامریکا دهغه وخت حکوت دیته تمایل نه درلود چی د هغه په باب تحقیقات وشی.

د امریکا د باسټن گلوب ورځپاڼه د جولای په یوولسمه نیټه لیکی چی نیویارک د مقالی یوه برخه له هغو تحقیقاتونه اخیستل شویده چی د برتانیی د کیمبریج د پوهنتونیوی موسسی چی د فیزیشن فار هیومن رایټس په نامه یادیږی موسسی لیکلی دی.باسټن گلوب لیکی چی فزیشن فارهیومن رایټس دبندیانو د وژلو دا پیښه داول ځل لپاره د ٢٠٠٢ کال په جنوری کی کشف کړله چی ډله ئیز قبرونه یی پیدا کړل.

باسټن گلو ب لیکی چی دغه اداره نن بیا غږ کوی چی په دی برخه کی دی جنایی تحقیقات وشی هغوی وایی چی د بش اداری ددی مرگونو په باب د ایف بی آی د تحقیقاتومخه نیوله.

د فیزیشن فار هیومن رایټس موسسی ویب پاڼه ددی قتل عام په باب چی دیوی ادعا له مخی نه د عبدالرشید دوستم د قواو په واسط شویدی ،ډیر مفصل معلومات ددی څوکلونو په ترڅ کی راټول کړیدي.دباسټن گلوب ورځپاڼهلیکی چی عبدالرشید دوستم هغه وخت دامریکا پلوهشمالی اتحآد یو جز و.

د طالبانو جنگیالی د کندز په ولایت کی نیول شوی وو او په کانټینرونو کی اچول شوی وو. ددوستم قواو انتقال کړل. په دی کی ډیر کسان شبرغان ته نیژدی په دشت لیلی کی په ډله ئیز قبر کی ښځ کړی شول.

باسټن گلوب د فیزیشن فار هیومن رایټس په حواله لیکی چی دامریکا د حکومت اسناد هم دا څرگندوی چی د دوه زره شاوخوکی تسلیم شویطالب جنگیالی په کانټینرونو کی د سا د بندیدلو له امله مړ ه شوی وو. داهغه وختچی د افغان قواو له امریکا یی قواو سره، د(٠ ٢٠٠ میلادی) کال د نومبر په میاشت کی پهپه گډه عملیات کول.

باسټن گلوب لیکی چی عبدالرشید دوستمپه تیر وخت کی په دی ټینگار کړیدی چی تر دوو سوونه کم کسان هغه وخت مړه شول خو دهغوی مرگ تصادفی و.

باسټن گلوب لیکی چی یوشمیر پخونی چارواکی وایی چی د بش اداری په فعاله توگه دتحقیقاتو مخه نه وه نیولی خویو شمیر چارواکیو ویلی وو چی داسی تحقیقات به په سیاسی لحاظ ډیر حساس وی اوهغوی په دی برخه کی هیڅ کوشش ونه کړ چی ددی تورونو په باب په کتنه او څیړنه کی مرسته وکړی.

باسټن گلوب لیکی چی د فیزیشن فار هیومن رایټس یو څیړونکینتانیل ریمنډ چی د څوکلونو راهیسی ددی پیښی تحقیقات کوی په خپله بیانیه کی وایی چی د جینوا د کنوانسیوند اصولود عملی کیدلو په باب روغه جوړهاو مذاکرات نشی کیدلی.

نتانیل ریمنډ وایی چی پکارده جمهوررئیساوباما ددی پیښی په باب ډیر شفاف جنایی تحقیقات پیل کړی او که چیری دامعلومه شی چی د امریکا کوم چارواکی قانون مات کړی دی نو پکار ده چی محاکمه شی.

باسټن گلوب د فیزیشن فار هیومن رایټس د رئیس د مرستیالی سوزانه سرکین له قوله لیکی چی زموږ څیړونکیو او مفتشانو، په مستند ډولد هغه ډله ئیز قبر د ځای پته لگولی ده چی دیوه رپوټ له مخی پکی دزرگونو بندیانو مړی پراته دی. دا بندیان په کانټینرونو کی د ساد بندیدلوله امله مړه شوی وو. د ډله ئیزو قبرونو داځای په ٢٠٠٢ کل کی پید شوی و خو اوس ترهغه وخت را په دی خوا اوه کاله کیږی چی موږ ددی پوښتنو ځوابونه غواړو چی په حقیقت کی هلته څه پیښ شول ؟ او چا پکی لاس درلود؟

باسټن گلوب لیکی چی د فیزیشن فار هیومن رایټس موسسه یوځل بیا ددی پیښی په هکلهچی د جنگی جنایت ادعاییپه برخه کی کیږی دبشپړو تحقیقاتو غوښتنه کوی. سوزانه سرکین وایی ددوی اداره ادعا کوی چی داد یوسترتاریخی جرم په څیر غټ جرم دی.

XS
SM
MD
LG