د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: افغانستان کې نور عسکر پکار دي


د انگلستان د پوځ لوی درستیز وايي د هغو سیمو د ساتلو لپاره نورو اضافی عسکرو ته ضرورت دی چې د طالبانو نه په جنگ کې نیول شوي دي.

د انگلستان د پوځ لوی درستیز جنرال رچرد ډاناټ په خپله ېوه رادېوی مرکه کې وویل که څه هم چې د افغانستان د حکومت امنېتی قواوې کولی شی د امنیت په ساتلو کې د خپلو عملیاتو په وخت یو څه اغیزه ولری خو بیا هم نورو عسکرو ته ضرورت دی، فرق نه کوي که برتانوي عسکر وي یا امریکايي او یا افغانان وي.

په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د خارجي قواو شمیر زیات شوی دی او کوښښ کوي چې سږ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې امنیت ټینگ کړي.

نهه زره برتانوي عسکر فعلا د هلمند په ناکراره ولایت کې چې د طالبانو یو مهم مرکز گڼل کیږي، په یوه پراخه نظامي تهاجم کې برخه لري چې څلور زره د امریکا د سمندری پوځ عسکر هم ورسره ملگري دي.

د تیرو څو ورځو په جنگ کې د برتانوي عسکرو د بار بار وژل کېدلو په وجه، په افغانستان کې د دوی تلفات د عراق په نسبت زیات شول.

له همدی امله په انگلستان کی د برتانوي قواوو د موجودیت په هکله یو لړ مباحثې شروع شوي دي.

دا تشوش را پېدا شوی دی څرنگه چه دغه عسکر په پوره ډول په وسلو سمبال نه دی نو ځکه د طالبانو سره په جنگ کی د امریکاېې عسکرو په مقاېسه زیات وژل کېږی.

XS
SM
MD
LG