د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د ملگرو ملتونو یو مامور وژل شوی


د پاکستان پولیس وايي، د پیښور د کچه گړۍ د مهاجرو په کمپ کې د ملگرو ملتونو یو کارکوونکي وژل شوی دی. پولیس وايي، وسله والو د هغه د تښتولو کوښښ وکړ خو ددغه هڅې له ناکامېدو وروسته یې پر هغه ډزې وکړې او ویې واژه.

د ملگرو ملتونو دغه کارکوونکی د پاکستان تبعه و.

د ملگرو ملتونو کارکوونکي وايي، یوه کس چې وسله ورسره وه، د دوی د مامور د تښتولو د هڅې له کولو وروسته پر هغه باندې دوه فیره وکړل. دغه مامور وروسته روغتون ته ورسول شي او په روغتون کې یې ساه ورکړه.

پولیس وايي، حمله کوونکي، د کچه گړۍ د کمپ پر یوه امنیتي محافظ باندې هم ډزې کړي چې ددغه محافظ د زخمي کېدو او یا وژل کېدو په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي.

بل پلو، ملگرو ملتونو اندېښنه ښودلې ده چې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله کېدای شي ٥٠٠ زره نور خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شي.

XS
SM
MD
LG