د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خارجه وزیره نن آسیا ته سفر پیلوي


ټاکل شوې ده چې د امریکا خارجه وزیره نن آسیا ته پنجشنبې په سفر روانه شي.

هیلري کلینټن وايي، د هند او امریکا د همکاریو په لړ کې به ددغو دوو ملکونو تر منځ تر بل هر وخت زیاتې خبرې اترې شي.

پرون په واشنگټن کې د خپل سفر په اړه میرمن کلینټن وویل چې له هندي مقاماتو سره به د خارجي پالیسیو، روغتیا، تعلیم، اقتصاد، اقلیم او انرژئ په اړه وغږیږي.

د امریکا د خارجه وزارت یوه نطاق وویل، امریکا تمه لري چې له هند سره د اتومي همکاري نوره هم تقویه کړي چې په ٢٠٠٥م کال کې پیل شوه. ددغه تړون له مخکې هند له امریکا نه اتوم ټکنالوژي او جنگي الوتکې پیري.

میرمن کلینټن به د خپل سفر په لومړي سر کې د جمعې په ورځ ممبۍ ته ورسیږي.

هغې وویل، ددغه سفر په لړ کې پاکستان ته د نه تگ هدف یې دا نه دی چې هند پر پاکستان بهتره وگڼ. کلینټن وویل، په آینده میاشتو کې پاکستان ته هم د سفر کولو نیت لري.

XS
SM
MD
LG