د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي چارو رئیس استعفی وکړه


د ایران مطبوعاتو خبر خپور کړی چې ددغه ملک د اتومي ادارې رئیس له خپلې دندې استعفی کړې ده.

د ایران د ایسنا خبري آژانس وايي، غلام رضا آغا زاده نن د پنجشنبې په ورځ د ایران د اتومي انرژی له ریاست نه استعفی اعلان کړه او د خپلې استعفی کوم خاص علت یې ندی ښودلی.

ایسنا په خپل رپوټ کې د آغازاده له قوله لیکي چې درې هفتې مخکې یې خپل د استعفی عریضه ورکړې وه او نن جمهور رئیس احمدي نژاد منظور کړه.

آغازاده د ایران په تیرو انتخاباتو کې د ماتې خوړلي کاندید میر حسین موسوي سره ارتباط لري. موسوي وايي، د جون د میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د احمدي نژاد په نفع جعلکاري شوې ده.

امریکا او لویدیځ ملکونه وايي، ایران د اتومي وسلو د جوړولو کوښښ کوي خو تهران وايي، اتومي پروگرامونه یې د سوله اییزو هدفونو لپاره دي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا خارجه وزیرې هیلري کلینټن وویل، امریکا له ایران سره خبرو ته چمتو ده خو خبرداری یې ورکړ چې د خبرو دغه موقع به د تل لپاره مساعده نه وي.

ایران وايي د رالوېدلي الوتکې له پاتې شونو نه یې د غږ ثبتوونکي دوه بکسونه پیدا کړي:

د ایران مقامات وايي، د هغې مسافر وړونکې الوتکې له پاتې شونو نه یې د غږ ثبتوونکي دوه بکسونه پیدا کړي دي چې پرون ددغه هیواد په شمال لویدیځ کی رالوېده او ټول ١٦٨ تنه سپرلۍ ېې ووژل شوې.

په هغه رپوټ کې چې نن خپور شوی، ویل شوي چې د غږ د ثبتولو دغه بکسونو ته صدمه رسېدلي خو ماهرین به بیا هم وکړای شي چې ددغه پرواز په اړه ورڅخه معلومات تر لاسه کړي.

د ایران دولتي تلویزون وویل چې دغه مسافر وړونکې الوتکه د ارمنستان پایتخت یرېوان ته روانه وه چې د ایران د شمالي ښار قزوین سره نژدې راولوېدله.

د اېران د مطبوعاتو راپورونو وویل چې الوتکه د تهران د امام خمینی د نړیوال هوايي ډگر نه پورته شوه او پوره شپاړس دقېقې وروسته راولوېدله.

امریکا په دغې پیښې کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت پیغام استولی دی.

امریکا له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري. خو په واشنگټن کې د خارجه وزارت یوه نطاق وویل، په سویس کې د ایران د سفارت او د ارمینیا د سفارت له لارې غواړي معلومه کړي چې په دغه پرواز کې خو امریکایي اتباع موجود نه وو.

XS
SM
MD
LG