د امریکا د اینډیور فضايي بیړۍ فضايي سټیشن ته رسیدلي او فضانوردان دې ته آماده دي چې په سټیشن کې د یوه جاپاني لابراتوار د ترمیمولو کار پیل کړي.
د ډیو ولف او ټیم کوپرا په مشرۍ دغه فضانوردان به له فضايي سټیشن نه دباندې د نویو تجربو لپاره یوه سطحه نسب کړي.
ټاکل شوې ده چې د فضا نوردانو دغه ډله به د یوولس ورځو لپاره په فضا کې پاتې شي.
د اینډیور بیړۍ د جمعې په ورځ له دوو ورځو سفر وروسته فضايي سټیشن ته ورسېده.
په اینډیور کې د سفر کوونکو فضانوردانو له رسېدو سره اوس په فضايي سټیشن کې د فضانوردانو شمیر ١١ تنو ته رسیدلی دی چې دا په تاریخ کې په یوه وخت کې په فضا کې د انسانانو تر ټولو زیات شمیر دی.