د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو د زیات عمر سړی مړ شو


د نړۍ تر ټولو د زیات عمر لرونکی سړی د شنبې په ورځ په برتانیې کې مړ شو.

هنري الینگام ١١٣ کلن و. دی یو د هغو ډیرو لږ کسانو له جملې نه وو چې په لومړنۍ نړیوله جگړه کې یې برخه اخیستې وه او تر اوسه ژوندي پاتې دي.

د برتانیې ملکه الزبیت او صدراعظم گورډن براون هم د هغه په جنازه کې برخه اخلي.

ملکې الزبیت د هغه په ستاینه کې وویل، چې په داسې یوه نسل پورې یې اړه لرله چې زموږ د ټولو لپاره یې ډیره زیاته قرباني ورکړې ده.

هنري الینگام د برتانیې په هوايي قوه که عسکر و. هغه د جیټ الوتکو پیلوټ و. صدراعظم گورډن براون چې د الینگام په ژوند کې یې له هغه سره څو ځله کتلي وو، وویل چې په دغه غم کې د هغه له کورنۍ سره شریک دی خو زیاته یې کړه چې د هغه ژوند د ستایلو او قدردانئ وړ دی.

هنري الینگام عجیبه ژوند درلود. هغه په دریو پیړیو کې ژوند کړی، شپږ پاچاهان او دوه نړیوال جنگونه یې له مخې تیر شوي دي.

هنري الینگام به ویل: "په خپل ټول ژوند کې مې له سیگریټو، ویسکي شرابو، او مستو نجونو څخه خوند اخیستی دی".

الینگام تر ٣٠ زیات لمسیان او کړوسیان لري. د هغه کوسیان (د لمسیانو لمسیان) هم ژوند کوي او یو کودی (د کړوسي د لمسي زوی) یې هم پیدا شوی دی.

په عیني وخت کې د نړۍ تر ټولو د زیات عمر لرونکې ښځه د امریکا په کلیفورنیا کې اوسیږي.

گیرټروډ باینس ١١٥ کلنه ده او تر اوسه پورې تندرسته ده.

ددغو کسانو نومونه د گنیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت دی.

د همدې کتاب د معلوماتو له مخې، تر دوی وړاندې د نړۍ د ډیر عمر لرونکی یو هندي سړی و. حبیب میا تیر کال د ١٣٨ کلنۍ په عمر مړ شو.

XS
SM
MD
LG