د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند دفاعي تړون لاسلیک کړ


امریکا اوهند دوه موافقی لاس لیک کړی چې کیدای شی دهند لپاره لاره اواره کړی چې له امریکا نه زیاته اندازه نظامی تجهیزات او ملکی اتمی ټکنالوجی را ونیسی.

دبهرنیوچارو وزیری هیلری کلنټن او دهغې هندی انډول ایس .ایم کرشنا پرون ددوشنبی په ورځ په نوی ډیلی کی په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې ددغو موافقو اعلان وکړ.

په یوه موافقه کې هند ومنله چې امریکائې شرکتونو ته ددی حق ورکوی چې په دوه ځایونو کې اتمی بټۍ جوړۍ کړی . ټاکل شویده چې دغه پروژی دلس میلیاردو ډالرو په ارزښت جوړی شی.

بله موافقه چې دڅارنی په نامه یادیږی، ددی ډاډ ورکوی چې امریکا په هند باندی عصری نظامی ټکنالوجی خرڅوی ، هغه باید خرڅه نکړی یا دنورو هیوادونو لاس ته ورنشی.

میرمن کلنټن او کرشنا دا خبره هم وکړه چې دوی موافقه وکړه چې داسی پراخه خبری به پیل کړی چې په هغه کې به دامریکا او هند دحکومتونو زیاتی اداری برخه ولری.

XS
SM
MD
LG