د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک پاکستان او افغانستان ته سفر کړی


د امریکا خاص استازی ریچاډ هالبروک افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې دا وخت په اسلام آباد کې دی چې د پاکستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د سیمییزو مسایلو او امنیت په اړه خبرې وکړي.

د ښاغلي هالبروک سره د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا گیلاني او ددغه ملک د پوځ د قومندان جنرال اشفاق پرویز کیاني تر منځ خبرې زیاتره په صوبه سرحد کې د هغو نږدې دوه میلیونو بې ځایه شویو خلکو بیرته خپلو کورونو ته د ستنولو په اړه وې چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې یې کلي کورونه پرې ایښي دي.

هولبروک تیره میاشت پاکستان ته سفرکړی و او اندېښنه یې څرگنده کړې وه چې په افغانستان کې د عملیاتو له پیل کېدو سره ممکن افراطیان پاکستان ته واوړي.

د افغانستان په جنوب کې د هملند په ولایت کې ددغو عملیاتو هدف د اسد د ٢٩مې نیټې د جمهوری ریاست او ولایتي شوراگانو د انتخاباتو لپاره امنیت ټینگ کړی.

XS
SM
MD
LG