د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: امریکا به د ایران په وړاندې د متحدینو حفاظت کوي


دامریکا دخارجه چارو وزیره هیلری کلنټن وایی که ایران دخپل اتومی پروگرام نه لاس وانه خلی نو واشنگټن تیار دی چه دفارس د خلیج په سیمه کی دخپلو انډیوالانو او ملگرو امنیت ټینگ کړی.

میرمن کلنټن نن دتالیند دتلویزون سره په خپله مرکه کی وویل متحده ایالات اوس هم دهغی په وینا ایران سره په دی باب دخبرو لپاره دوازه خلاصه پریښی ده خو هغی اخطار ورکړ که ایران اتومی وسلی جوړی کړی نو متحده ایالات به د میرمن کلنټن په قول شنډوونکی اقدامات دایران په خلاف وکړی چه دپښو نه به یی وغورځوی.

کلنټن وویل که چیری دامریکا حکومت فیصله وکړه چه دسیمی دامنیت لپاره په اصطلاح دفاعی چتر پراخه کړی او ایران اتومی وسلی جوړی هم کړی، نو بیا هم ددی خبری به ډیر کم امکان وی چه ایران به یا پیاوړی شی او یا دا چه دخطر نه به ځان خلاص کړی.

امریکا او ملگرو یی دایران نه غوښتلی دی چه مذاکراتو ته دی ورسره کښینی او دخپل اتومی پروگرام په باب د ورسره خبری شروع کړی. ایران وایی چه داتومی بم د جوړولو پلان نه لری او یواځی د خپلو ملکی ضرورتونو دپوره کولو لپاره یی اتومی بټئ فعالی کړی دی.

XS
SM
MD
LG