د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې له مشرف نه توضیحات غوښتي


د پاکستان ستری محکمی دپخواني جمهور ریس پرویز مشرف نه وغوښتل چې په کال ٢٠٠٧م کې په پاکستان کی د اضطراری حالت د نافذولو او د ستری محکمی د قاضیانو د برطرفه کولو په هکله دې د خپلی فیصلیپه باب ورته توضیحات ورکړي.

د ستری محکمی د ریس افتخار چودری په مشرئد ستری محکمی د قاضیانو یوه ١۴ کسیز هیت نن د ښاغلي مشرف نه وغوښتل چې د جولای په ٢٩مه نیټه یا شخصا محکمې ته حاضر شي او یادې خپل قانوني وکیل ونیسي.

په کال ٢٠٠٧ میلادی کی د نومبر په میاشت کی د ښاغلي مشرف له خوا په پاکستان کی د اضطراریحالت دنافذولو په خلاف د پاکستان ستری محکمی ته ډیری عریضی ورکړل شوي دي او د هغه پر فیصلې یې اعتراض کړی دی.

د جمهوري ریاست د جنجال نه ډکو انتخاباتو په تعقیبمشرف د ستری محکمیرییس اوڅو تنه نورقاضیان چېد هغه فیصله ییونه منلهبرطرف کړل او اضطراري حالت یې نافذ کړ.

له بلې خوا،نن د پاکستان پوځ وویل چېد سه شنبی په ورځ یېد افغانستان سر حد سره نژدېپه یوه هوایي حمله کېد شک لاندې طالبانو دوه مرکزونهتباه کړل او تقریبا څلور کسان ییووژل.

پوځي مقامات وایي چېهوایي حمله یې په جنوبی وزیرستان کی د طالبانو د مشر بیت اله مسعود په مرکزونو باندې وکړه.

XS
SM
MD
LG