د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ٢ امریکايي عسکر ووژل شول


ناتو نن اعلان وکړ چه دوه امریکایی عسکر دافغانستان په جنوب کی وژل شوی دی.

د ناتو د تړون یوه اعلامیه چې نن خپره شوه په دی باب په کی نور تفصیلات نه دی ورکړل شوي، فقط همدومره په کی ویل شوی دی چه دواړه عسکر امریکایی ؤ.

په روانی میاشتی کی طالبانو سره دجنگ په وخت دومره زیات خارجی عسکر ووژل شول چه تراوسه پوری په بله کومه میاشتی کی نه ؤ وژل شوی.

فعلا څلور زره امریکایی عسکر دانگلستان او افغانی قواو په ملاتړ په هلمند کی دطالبانو په خلاف په یو لړ پراخو نظامی عملیاتو باندی بوخت دی.

د افغانستان جنوبی برخی معمولا دطالبانو زاړه او پاخه مرکزونه گڼل کیږی.

XS
SM
MD
LG