د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: افغانستان کې کافي تجهیزات لرو


دانگلستانصدراعظمنن دا اعتراضونه رد کړل چه وایی په افغانستان کید بریتانییپوځدومرهپورهنظامی وسایل نه لری چی دطالبانو سره په ښه شان وجنگیږی.

نن د خارجه وزارت یوه لوړ رتبه مقامهم دا خبره وکړه چه د انگلستان پوځ په کافی شمیر هلیکوپتری نه لری.

دانگلستان دخارجه وزارت مرستیال مارک ملاکبرون نن د ډیلی ټلگراف ورځپاڼی ته په یوه مرکه کی وویل چه په افغانستان کی د بریتانی پوځدخپلو عسکرو د انتقال او حرکت لپاره نورو هلیکوپترو ته ضرورت لری تر څو وکولی شی چه دطالبانو د حملو په مقابل کی ځوابی حملی وکړی.

نن دانگلستان صدراعظم گورډن برون خپله داخبره یو وار بیا وکړه چه په افغانستان کی دبریتانیی پوځ طالبانو سره دجنگ په منظور په کافی تعداد هلیکوپتری او نور ضروری لوازم لری.

هغه وویل چه روان نظامی عملیات مخ په بریالیتوب روان دی. او مارک برون هم دخپلی مرکی نه وروسته په یوه لیکلی بیانیه کی خپله وینا بدله کړه اوو یی ویل چهپه افغانستان کی دروانو نظامی عملیاتو لپاره دبریتانیی پوځ په کافی اندازه نظامی وسایل لری.

د انگلستان دپوځ او دفاع دوزارت یو شمیر لوړ رتبه و مامورانو غږ کړی ؤ چه اضافی عسکر او نور نظامی وسایل باید واستول شی. انگلستان په افغانستان کی نهه زره عسکر لری.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکیپه افغانستان کی د برتانیی د اتو وژل شویو عسکرو تابوتونه څو ورځی مخکیبرتانیی ته راوړل شول او خلکو ورته خپل احترام وړاندی کړل.

خو برتانیه د افغانستان د جنگ په برخه کی د خپل نقش په باب پوښتنی لري. اخبار ليکي چی د برتانیی تلفات د ووټن باسیټ په نامه ځای ته چی یو وړوکی ښار اونظامی اډه ده راوړل کیږی. په داسی حآل کی چی د برتانیی دعسکرو تلفات په افغانستان کی زیات شویدی نو له دی سره د ووټن باسیټ د ښارگوټی په برخه کی هم توجه زیاته شویده. او س په افغانستان کی د برتانیی د عسکرو د تلفاتو شمیر ١٨۴ ته رسیدلی دی. واشنگټن پوست لیکی چی دبرتانیی د عسکرو د تلفاتو شمیر اوس په افغانستان کی له عراق نه زیات شوی دی.

د مخالف گوند سیاستمداران او ډیر نور برتانویان په دی برخه کی ډیری پوښتنی کوی چی دافغانستان په ډیره لیری جگړه کی دبرتانیی مداخله ورځ په ورځ خونړۍ کیږی. ورځپانه لیکی چی په دی برخه کی زیات سیاسی انتقادونه په دی دی چی عسکر په کافی اندازه وسایل او تجهیزات نلری. د برتانیی د محافظه کار گوند مشر ډیویډ کیمرن وایی پکارده چی پوځ ته ډیر هیلیکوپټرونه ورکړل شی ځکه چی بی ضرورته د سړک د غاړی د بمونو له خطر سره مخامخ دی.

دواشنگټن پوست، ورځپانه لیکی چی د برتانیی صدر اعظم گورډن براون ددوشنبی په ورځ پارلمیان ته وویل چی د برتانیی نهه زره عسکر په افغانستان کی له امریکا نه وروسته دویمه غټه قوه ده. هغوی ښه قوی پلان او منابع لری چی خپله وظیفه سرته ورسوی.

واشنگټن پوست لیکی چی د وسایلو او تجهیزاتو په برخه کی انتقادونه دعامو خلکو، سیاستمدارانو، او مخالفو گوندونو غوږ ته رسیدلی دی. هغوی به سږکال د ملی انتخاباتوپه وخت کی په دی برخه کی مبارزه وکړی. مایکل ویلیمز د خارجی اړیکو یو استاذ وایی په نظامی برخه کی د پانگی لگونی موضو ع به دهغو کسانو لپاره یو فرصت وی چی د گورډن براون د لیبر گوند په مقابل کی انتخاباتی مبارزه کوی. هغه وویل چی دافغانستان مسله اوس په چټکی سره د برتانیی په انتخاباتوکی دیوی مسلی بڼه غوره کوی.

XS
SM
MD
LG