د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په انتخاباتي مناظره کې گډون ونکړ


په افغانستان کې د طلوع تلویزیون وايي، د کاندیدانو تر منځ انتخاباتي مبارزه یې په داسې حال کې خپره کړه چې جمهو رئیس کرزي پکې برخه وانخیسته.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی کرزی نن شپه په آینده انتخاباتو کې د خپلو دوو مهمو حریفانو د بهرنیو چارو له پخواني وزیر ډاکتر عبدالله او د مالیې له پخواني وزیر اشرف غني سره یو ځای په یوې مناظرې کې برخه واخلي.

خو د چهارشنبې په ورځ ناوخته د کرزي د انتخاباتي کمپاین مسئولینو وویل چې کرزی په دغې مناظرې کې برخه نه اخلي ځکه چې د تیاري لپاره یې کافي وخت نه درلود. د کمپاین مسئولینو همدارنگه پر طلوع تلویزیون باندې تور لگولی چې د کرزي په مقابل کې طرف نیسي.

د ښاغلي کرزي مرستیالان وايي، کرزي ویلي دي چې یوازې په هغې مناظرې کې برخه اخلي چې د هیواد پر ټولو تلویزیونونو باندې خپره شي او ټول ۴١ کاندیدان ورته راوغوښتل شي.

XS
SM
MD
LG