له بي سي سي سره په مرکه کې بایډن وویل، د برتانیې، امریکا او اروپا ملي منافع په دې ارزي چې نړیوالې قواوې روانه مبارزه جاري وساتي. |
له بي سي سي سره په مرکه کې بایډن وویل، د برتانیې، امریکا او اروپا ملي منافع په دې ارزي چې نړیوالې قواوې روانه مبارزه جاري وساتي.
ښاغلي بایډن وویل چې په اروپا کې د ټولو تروریستي حملو اصلي ریښه یا په افغانستان او یا په پاکستان کې ده. هغه وویل، که په افغانستان کې د طالبانو له بغاوت سره مبارزه ونشي. نو په دغه ملک کې روانه بې ثباتي په اروپا او امریکا کې هم د تباهئ باعث کیدای شي.