د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل د سولې د خبرو په اړه شک لري


د اسرائیلو او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی دفلسطینیانوسره دسولی دخبرو سره داسرائیلو ملاتړ کمزوری کړیدی.

په داسی حال کې چې امریکا د یهود ناقلینو لپاره د کورونو د جوړولو په بندولو باندی سخت فشار راوستی دی، دسولی دخبرو په باره کې داسرائیلو شک پیدا شویدی .

دعامه افکارو سروی چې نن د جمعی په ورځ دبیت المقدس پوست ورځپاڼې کړیده، ښئ چې (٦۴ ) فیصده اسرائیلیان پدی عقېده دی چې اسرائیل په هغو بین المللی وعدو باندی باور نشی کولای چې د اردن دسیند د لویدیځی غاړی د کورونو نه د وتلوپه بدل کې ددوی امنیت ساتی .

د هغه وخت نه راپدی خوا چې بنجامن نیتانیاهو دصدارت مقام ته رسیدلی دی د یهود ناقلینو د کورونو دجوړولو په سر د اسرائیلو او واشنگټن ترمنځ ژور درز پیدا شویدی.

څارونکی دان شفتن وائې: دمریکا غوښتنه داسی غوښتنه ده چې امکان لری چې داسرائیلو هیڅ حکومت ئې ونه منی. دا په بشپړ توگه غیر واقعی ده.

پدی هفته کې امریکا وغوښتل چې په جنجالی بیت المقدس کې دیهودو دکورونو دجوړولو پروژه دی بنده شی . ددغې غوښتنی نه وروسته ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو. فلسطینیان وائې، ختیځ بیت المقدس ددوی دراتلونکی دولت پائتخت دی. ښاغلې نیتیا ناهو په ځواب کې وویل، بیت المقدس داسرائیلو ددولت پائتخت دی او په ټول ښار باندی داسرائیلو دحاکمیت په باره کې سوال نه پیدا کیږی.

ښاغلئ شیفټن وائې، دصدراعظم ددریځ سره قوی ملی ملاتړملگری دی . ښاغلې شفټن وائې:

څه شی چې اوس په بیت لمقدس کې پیښیږی او دامریکا دغیر واقعی سټراټیجی په باره کې دنیتیاناهو عکس العمل دی ځکه چې دوی په بیت المقدس کې احتجاج وکړی نو داسرائیلو صدراعظم ئې باید رد کړی. نیتیاناهو فرصت وینی او په دغه موضوع باندی ټینگار کوی.

دعامه افکارو دغه سروی ښئ چې اسرائیل دامریکا په هغه فشارباندی بی باوره دی چې دفلسطین ددولت په جوړیدو باندی ئې کوی. دهغوکسانو چې پوښتنی ورنه شویده ، دوه شپیته فیصدو ویلی دی چې داردن دسیند په لویدیځه غاړه کې دفلسطین مشران غواړی چې داسرائیلو په ځای دولت جوړکړی؛ یوازی اوه یشت فیصده پدی عقیده دی چې فلسطینیان داسی دوه دولتونه غواړی چې دیوبل سره په سوله کې څنگ په څنگ ژوند وکړی. دا ددو دولتونو دجوړیدو په باره کې دنیتیاناهو خپل شک تقویه کوی.

XS
SM
MD
LG