د لاس رسي وړ اتصالات

په هندي کشمیر کې نن کاربندیز دی


نن په هندي کشمیر کې جدايي غوښتونکو ددې لپاره کاربندیز اعلان کړی چې د خپلو مشرانو د نیول کیود په خلاف احتجاج وکړي.

په مرکزي ښار سرینگر کې دوکانونه، د سوداگرئ نور مرکزونه او ځینې دفترونه تړلي وو.

د جدايي غوښتونکو مشر سید علي شاه گیلاني او ځینې نور مشران تیره میاشت ونیول شول، او د هند د عامه مسئونیت د قانون له مخکې تر اوسه په قید کې دي. ددغه جنجالي قانون له مخې، حکومت کولای شي هغه کسان ونیسي چې حکومت ته تهدید گڼل کیږي.

گیلاني په کشمیر کې د هغو پراخو مظاهرو وروسته ونیول شو چې د رپوټونو له مخکې ددغو مظاهرو منشا د هندي پولیسو په لاس پر دوو کشمیري ښځو باندې جنسي تیری او د هغو وژنه گڼل کیږي.

چارواکو ددغې قضیې په اړه څلور تنه پولیس هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG