د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق کوردانو انتخابات وکړل


په عراق کې نن د کوردانو په خودمختاره سیمه کې ریاستي او پارلماني انتخابات تر سره شول.

دغه سیمه له بغداد سره د خپلو طبیعي زیرمو او تیلو له امله جنجال لري.

په عراقي کوردستان کې نږدې دوه نیم میلیونه خلک د رایې ورکولو مستحق دي. په دغه سیمه کې درې ولایتونه ایربیل، دهوک او سلیمانیه شامل دي.

نن ماښام د رایې د ورکولو بهیر پای ته ورسېد. د رایې صندوقونه به د شمېرلو لپاره پایتخت بغداد ته انتقالیږي.

تمه کیږي چې رسمي نتایج په آینده دوو یا دریو ورځو کې اعلان شي، خو د عراقي کوردستان د سیمې د انتخاباتو د کمیسیون رئیس فلاج الحیدري خبرداری ورکړ چې د تخنیکي مشکلاتو له امله رسمي نتایج د څو لپاره هم ځنډېدلای شي.

تیره میاشت کوردستان په مستقل ډول نړیوال مارکیټ ته د خپل تیلو عرضه پیل کړه خو په بغداد کې د تیلو وزارت وویل چې د کوردانو او د تیلو د شخصي شرکتونو تر منځ قراردادونه غیر قانوني دي.

په دغه سیمه کې په خاص ډول د کیرکوک په ښار کې د ځايي عربو او کوردانو تر منځ فرقيي تشدد د عراق د ثبات او ددغو انتخاباتو لپاره یو خنډ گڼل کیږي.

عمومي نظر دا دی چې د کوردستان د دیموکرات گوند مشر مسعود برزاني چې دا وخت د کردي خومختارې سیمې مشري کوي، به بیا دغه انتخابات وگټي.

تمه کیږي چې د کورستان د سیمې د پارلمان د ١١١ څوکیو له جملې نه به ډیرې څوکۍ د عراق د جمهور رئیس جلال طالباني او د مسعود برزاني گوندونه وگټي.

XS
SM
MD
LG