د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: مولانا صوفي محمد نیول شوی


پاکستانی چارواکی وایی چې د طالبانو د نفاذ شریعت محمدی د ډلې مشر مولانا صوفي محمد یې نیولی دی. صوفی محمد څو میاشتې مخکې له حکومت سره د سولې تړون امضا کړی و.

د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین نن د امریکا غږ راډیو ته وویل چی مولانا صوفی محمد د حکومت په قبضه کی دی.

هغه وویل چی پولیسو نن په پیښور کی صوفی محمد لدی کبله ونیو چی گمان کیږی د یاغیانو سره یی په مرستی کولو کی تشدد ته لمن وهله او په سیمه کی یی د حکومت د ترورستی ضد فعالیتونو په وړاندی خنډ اچاوه.

دغه مخوره ملا د فبروری په میاشت کی د سولی د تړون د ترلاسه کولو په مذاکراتو کی مینځگړیتوب کړی و چی د سوات په دره کی به د شریعت د نافذیدو په بدل کی یاغیان خپلی وسلی په ځمکه کیږدی.

د اطلاعاتو وزیر وویل چی صوفی محمد به محاکمه شی او د هغه د فعالیتونو په اړه به عدالت ته شواهد وړاندی شی.

د حکومت او یاغیانو ترمینځ د اپریل په میاشت کی د سولی دغه تړون هغه وخت مات شو چی یاغیانو د پایتخت اسلام آباد تر سل کیلو متری پوری پرمختگ وکړ.

د پاکستان پوځ و دغو سیمو د بیرته اشغالولو لپاره پوځی عملیات پیل کړل.

د دی عملیاتو په نتیجه کی د ٢.٥ میلیونو نه زیات خلک بی ځایه شول.

XS
SM
MD
LG