د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف محکمې ته حاضر نشو


د پاکستان پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف نن د پاکستان د ستری محکمی د حکم برخلاف خپل کوم قانوني وکیل محکمی ته ونه لیږه.

ستره محکمه غواړي له ښاغلي مشرف نه پوښتنه وکړي چې ولې یې وړم کال په هیواد کی اضطراري حالت نافذ کړ.

محکمې پرویز مشرف ته حکم کړی و چې باید شخصا حاضر شي او یا خپل قانونی وکیل راولیږی.

خو نن کله چې د ستری محکمی د ریس افتخار چودری تر مشرئ لاندې محکمه دایر شوه، هیڅوک نه ؤ موجود چې د مشرف نمایندگي وکړي.

د پخوانی جمهور ریس مشرف له خوا په کال ٢٠٠٧ میلادی کې په پاکستان کې د اضطراري حالت د نافذولو په خلاف محکمې ته ډیرې عریضې شوي دي او د هغه پر فیصلې یې قانوني اعتراض کړی دی.

مشرف په ٢٠٠٧م کال کې د اضطراري حالت له نافذولو سره اساسي قانون معطل کړ او د سترې محکمې قاضایان یې برطرفه کړل.

XS
SM
MD
LG